Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

سټارز اېنډ سټرايپس: امریکا ولې ونه‌توانېده طالبان په بشپړ ډول له‌منځه یوسي؟

نشنل انټرنسټ


نشنل انټرسټ مجلې په منځنۍ اسیا کې د متحده ایالاتو د رول په اړه یوه مقاله لیکلې ده.


د مجلې په لیکنه واشنګټن په دې هڅه کې دی چې په سیمه کې د روسیې او چین نفوذ محدوده او د منځنۍ اسیا هېوادونه له ترهګرۍ سره په مبارزه کې شامل کړي.


د دې اوږدې مقالې په یوه برخه کې راغلي په قرغزستان او ازبکستان کې د هغو پوځي اډو بیا رغول به عملي انتخاب نه‌وي چې د سپټمبر ۱۱مې تر بریدونو وروسته جوړې شوې وې.


د مقالې لیکوال په دې باور دی چې له افغانستانه وتل او د پخواني شوروي په جمهوریتونو کې د تأسیساتو جوړول به د امریکا متحده ایالاتو واک کمزوری کړي.


په دوام کې راغلي چې بشپړ شاتګ به هم سیمه کې د اسلام‌پالو تُندلارو د مخته تګ زمینه برابره کړي او هم به د دې لامل شي چې روسیه او چین لا پسې لاسونه وغځوي.


د مجلې په لیکنه په منځنۍ اسیا کې د امریکا د نفوذ د پایښت لرلید له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو په بریالۍ تګلارې تړلې خبره ده.


د روان کال د سپټمبر تر ۱۱مې به له افغانستانه د ټولو امریکايي او ناټو ځواکونو وتل بشپړ شي.



سټارز اېنډ سټرایپس


سټارز اېنډ سټرایپس ورځپاڼې لیکلي په افغانستان کې د یو شمېر وژل شویو امریکایي سرتېرو کورنۍ په دې خوشحاله دي چې امریکایي ځواکونه له افغانستانه راوځي.


ورځپاڼې د یوه وژل شوي امریکایي سرتېري کودي تاوس د پلار جیم تاوس په حواله لیکلي چې د امریکايي عسکرو په راتلو سره به نور هېڅوک د ده او مېرمنې په څېر د خپل بچي په غم غمجن نه‌وي.


د جیم تاوس زوی ۲۰۱۳ کال په افغانستان کې یوې بمي چاودنې وواژه.


سټارز اېنډ سټرایپس ورځپاڼې د جیم تاوس په حواله زیاته کړې چې د افغانستان د خلکو په اړه هم اندېښمن دی.


د ورځپاڼې په لیکنه تاوس دا پوښتنه لري چې ولې امریکايي ځواکونه ونه‌توانېدل د طالبانو ډله په بشپړه توګه له‌منځه یوسي؟


له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو د پروسې له پيل سره جوخت واک ته د طالبانو د احتمالي راستنېدو اندېښنې هم زیاتې شوې دي.



د بښنې نړیوال سازمان


د بښنې نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې د افغان نجونو او ښځو ۲۰ کلنې لاسته راوړنې له خطر سره مخ دي.


دغه سازمان دوشنبه په یوه اعلامیه کې چې په خپله وېب‌پاڼه یې خپره کړې لیکلي وخت‌یې رارسېدلی چې د افغانستان حکومت او نړیوال شریکان‌یې په زغرده دا ډاډ ورکړي چې له طالبانو سره د سولې په خبرو کې به د ښځو په حقونو او ۲۰ کلنو لاسته راوړنو معامله ونه‌شي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *