Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

ایپاک ټایمز:که طالبان له پوځي قدرته په سیاسي بدل شي، دا به یو مثبت ګام وي

ایپاک ټایمز


ایپاک ټایمز Epoch Times ورځپاڼې په وروستۍ ګڼه کې لیکلي چې له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو په حال کې د بې ثباتۍ یو حالت حاکم شوی او د نړۍ قدرتونه دغلته د خپل نفوذ پیدا کولو په هڅه کې دي. 


ایپاک ټایمز چې په نیویارک کې د یوې لویې نشراتي شبکې  ایپاک میډیا ګروپ یوه څانګه ده، د کارپوهانو په حواله وايي، د افغانستان د سولې بهیر په دې پورې تړلی چې د نړۍ قدرتونه یې په اړه همکارۍ کوي که سیالۍ. 


له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو نېټې ته نژدې څلور میاشتې پاتې دي، همدې څلورو میاشتو کې د نړۍ او سیمې قدرتونه په دې بحثونه کوي چې له افغانستان سره یې راتلونکې سیاسي اړیکې څه ډول وي؟ 


ورځپاڼې د منځني ختیځ د خپلواک تحلیلګر حمید ابراهیم په حواله لیکلي، د افغانستان ناورین سیمه ییزې ریښې لري او حل لاره یې هم باید سیمه کې ولټول شي. 


دغه تحلیلګر ورځپاڼې ته ویلي، که پاکستان، ایران او قطر د طالبانو مالي او پوځي ملاتړ بند او یوه سیاسي جوړ جاړي ته هڅې وکړي، هغه صورت کې کولای شي پر طالبانو او افغان حکومت د سولې په هدف فشار راوړي. 


مطلب کې وړاندې راغلي، کله چې ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي، نارامۍ به نورې هم ډېرې شي. 


د ایپاک ټایمز سپارښتنه دا ده چې که طالبان له یوه پوځي قدرته په سیاسي قدرت بدل شي، دا به یو مثبت ګام وي. 



میلیټري ټایمز


له امریکا خپرېدونکې میلیټري ټایمز ورځپاڼې بیا پر دې اندېښنې یوه لیکنه خپره کړې چې افغانستان کې د امریکایي ځواکونو تجهیزات ممکن د طالبانو لاس ته ورشي. 


ورځپاڼې په عراق کې ورته تجربې ته اشاره کړې او لیکلي یې دي، کله چې امریکایي ځواکونه له دغه هېواده ووتل، د دوی یو شمېر موټر او تجهیزات د اسلامي دولت ډلې یا داعش ته په لاس ورغلل. 


میلېټري ټایمز د امریکایي چارواکو په حواله لیکلي، دوی یو شمېر پوځي وسایل افغان ځواکونو ته سپاري، خو دې چارواکو دا ډاډ نه دی ورکړی دا به د طالبانو لاس ته نه ورځي. 


ورځپاڼې د ځینو امریکایي قانون جوړونکو اندېښنې هم را اخیستي چې ویلې یې دي، له افغانستانه د دوی د ځواکونو له وتلو وروسته ځینې مهمې مسالې ګونګې پاتې دي. 


افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د ژباړونکو بې برخلیکه پاتې کېدل او راتلونکې کې د ترهګرۍ پر وړاندې د امریکایي ځواکونو مبارزه هغه څه دي چې د امریکا قانون جوړونکو ګونګ موضوعات بللي. 

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *