Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د لغمان د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې؛ لاهم د 'مهترلام څنډو کې جګړه' روانه ده

په لغمان کې د جګړې څپه لا هم تنده ده، جګړه د مرکز مهترلام ښار له څنډو لیرې نه‌ده تللې او لا هم د دې ولایت د بېلابېلو سیمو له اوسېدونکو قرباني اخلي.


د لغمان ولایتي شورا ادعا کوي چې په تېرو څو ورځو کې د الینګار په استقامت د طالبانو له لوري نیول شوې امنیتي پوستې لا هم د وسله‌والو مخالفینو په لاس کې دي او امنیتي او دفاعي ځواکونه کرار پرمختګ کوي.


د ولایتي شورا رئیس عتیق‌الرحمن عبدالرحیم‌زي ازادي راډيو ته وویل چې د جګړې له امله ملکیانو ته هم درنه مرګ‌ژوبله اوښتې، خو د دقیق شمېر په اړه‌يې معلومات نه‌لري.


ښاغلی عبدالرحیم‌زی زیاتوي: "جګړه لا هم د مهترلام ښار په څنډو کې ده، ملکي مرګ‌ژوبله هم شته، له بده مرغه ولسونو ته هم په‌کې زیان رسېږي، خو موږ سره دقیقې شمېرې نه‌شته."


نوموړي د جګړې له ښکېلو اړخونو غواړي په داسې حال کې چې په لغمان کې د غنمو فصل حاصل ته برابر دی باید جګړه پای ته ورسوي او د سیمې خلک پرېږدي چې خپل فصلونه راټول کړي.




اخو د لغمان د ولایتي روغتون مسؤلین وايي چې د لغمان د تېرو شپږو ورځو په نښتو کې لږترلږه ۱۰۰ ملکیان ټپیان شوي او شپږ نور وژل شوي دي.


د لغمان د عامې روغتیا رئیس عبدالمعروف جلیلي وايي: "په تېرو شپږو ورځو یعنې د جوزا له لومړۍ نېټې تر ننه د لغمان له جګړې ۱۰۰ تنه ټپيان مهترلام روغتون ته راوړل شوي چې دوه تنه په‌کې نظامیان وو، په ټپیانو کې دا شان ښځې، ماشومان او سپین ږیري هم شامل دي، دا شان په دې جګړه کې تر دې دمه شپږ ملکیان وژل شوي دي."


نوموړی وايي ځیني ټپیان له لومړنۍ درملنې وروسته خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.


خو د لغمان یو شمېر اوسېدونکي وايي ښايي د مرګ‌ژوبلې شمېر له رسمي شمېرو زیات وي.


دوی وايي زیات شمېر ټپيان د ننګرهار حوزوي روغتون ته هم انتقال شوي دي.




د سیمې اوسېدونکي وايي دوی هیله لرله چې دې ولایت ته د افغان ځانګړو ځواکونو د ورتګ سره سم به جګړه پای ته ورسېږي، خو د دوی په وینا جګړه لا هم روانه ده.


په ورته وخت کې د لغمان امنیتي مسؤلین وايي چې اوس‌مهال امنیتي او دفاعي ځواکونه د الینګار او علیشنګ پر لور د پرمختګ په حال کې دي او زیات شمېر سیمې له وسله‌والو طالبانو بېرته نیول شوې دي.


د لغمان د امنیه قوماندانۍ ویاند شفیع‌الله افغانیار ازادي راډيو ته وویل چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د ملکي مرګ‌ژوبلې د مخنیوي په هدف کرار پرمختګ کوي.


اخو د افغانستان دفاع وزارت وايي چې که اړتیا پیدا شي یاد ولایت ته به د طالبانو د ځپلو په هدف نور ځواکونه هم واستول شي.


د دې وزارت مرستیال ویاند فواد امان زیاتوي: "په لغمان ولایت کې د امنیتي طرحو او اړتیا له مخې په کافي اندازه ځانګړي ځواکونه ځای پر ځای شوي دي، موږ هڅه کوو چې حالت ژر تر ژره عادي شي، که نورو ځواکونو ته هم اړتیا شي یاد ولایت ته به واستول شي، موږ ژمنه کوو چې په هر حالت کې د خپلو خلکو ساتنه کوو."




خو د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي چې د دوی له لوري نیول شوې سیمې لا هم د دوی د وسله‌والو په لاس کې دي.


نوموړی وايي دوی د ملکي وګړو د ساتنې پوره هڅه کوي او تور پورې کوي چې د افغان ځواکونو په هوايي حملو کې ملکیانو ته مرګ‌ژوبله رسېږي.


د لغمان اوسېدونکي وايي لا هم د جګړو له سیمو مهترلام ښار ته د کډوالو کورنۍ راروانې دي.


دوی غوښتنه کوي چې حکومت باید ژر تر ژره له دې کورنیو سره د مرستو لړۍ پیل کړي.


د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، تر دې دمه د لغمان د جګړې له امله لږترلږه شپږ زره کورنۍ بې‌ځایه شوي، خو دوی یوازې له زرو کورنیو سره لومړنۍ مرستې کړي او له نورو سره هم مرستې کېږي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *