زینالدین زیدان ریال مادرید لوبډله پرېښوده
ریال مادرید نن په یوې خبرپاڼه کې وویل چې زیدان د دې لوبډلې د پرېښودو پرېکړه کړې او پرېکړې تهیې باید درناوی وشي.
فرانسوی زیدان چې له ۲۰۱۶ څخه تر ۲۰۱۸ کال پورې هم د ریال مادرید مربي و، په دوه کاله او پنځو میاشتو کې یې د اتلولۍ ۹ جامونه ریال مادرید ته وګټل.
د فوټبال په تاریخ کې د زینالدین زیدان په څېر لاسته راوړنې چا نهدي لرلي.
هغه د مربي او هم د یوه لوبغاړي په توګه په خپلو کارنامو کې ډېرې اتلولۍ لري او په ۲۰۰۶ کال کې یې د فرانسې ټیم د فوټبال نړیوالو لوبو فاینل ته ورساوه.
اوس د هغو کسانو په لېست کې چې د ریل مادرید د مربي په توګهیې نومونه لیدل کېږي، انتونیو کانتې چې د اتلانتیکو مادرید اوسنی مربي دی او د دې ټیم پخوانی ستوری راول ګونزالېز شامل دي.