Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د افغانستان اهل تشيع عالمانو شورا: حکومت دې د هزاره‌ګانو او شیعه‌ګانو امنیت وساتي

په کابل کې پر سیدالشهدا ښوونځي له برید وروسته، د اهل تشيع عالمانو شورا د دې ډول بریدونو په اړه اندېښنه ښیي.


د دې شورا غړو د پنجشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غبرګولي ۰۶» په کابل کې يوې خبري غونډې ته وویل، ترهګرو ډلو وروستیو کلونو کې هزاره قوم چې د یوه بل مذهب پیروان دي، تر برید لاندې راوستي.


د دې شورا غړي پر سیدالشهدا لېسې وروستي برید ته په اشارې دا ډول بریدونه نسل وژنه بولي.


د اهل تشيع عالمانو شورا ویاند محمد فياض ارزګانی وایي، ترهګرو ډلو له ډېر وخته اهل تشيع په ملکي ځایونو کې په نښه کړي.


ښاغلی ارزګانی زیاتوي: "په غیر پوځي ځایونو یعنې مذهبي، فرهنګي او علمي مرکزونو کې یې چې د اهل تشيع اړوند دي، ځانمرګي او وسله‌وال بریدونه کړي، کوم چې د هزاره‌وو او اهل تشيع سیستماټیکه نسل‌وژنه ده."


ښاغلی ارزګانی د کابل په دهمزنګ، تبیان فرهنګي مرکز، کوثر کورس او سیدالشهدا لېسې ته اشاره کوي، چېرې چې ډېری قربانیان هزاره وو.




دې شورا د یوه پرېکړه‌لیک په خپرولو له حکومت وغوښتل چې د کابل په لوېدیځ کې د دې ډول بریدونو د دوام مخه ونیسي.


دا په داسې حال کې ده چې جمهور رئیس محمد اشرف غني پر سیدالشهدا لېسې له برېد وروسته خپل دوم مرستیال ته دنده وسپارله چې په‌ دوو اوونیو کې د کابل د لوېدیځ له اوسېدونکو سره په مشوره د خلکو د امینت لپاره یوه طرحه جوړه کړي.


په ورته وخت کې یو شمېر رسنیو د جمهوري ریاست د دوهم مرستیال د فتر له قوله لیکلي، دا طرحه بشپړه شوې، خو ډېر جزئیات‌یې نه‌دي روښانه شوي.


دغه‌شان جمهوري ریاست وایي، حکومت د کابل د لوېدیځ د امنیتي خوندیتوب لپاره کلکه اراده لري.


د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال محمد امیري ازادي راډیو ته وویل: "د افغانستان دولت، افغان حکومت او خپله جمهور رئیس قوي اراده لري څو د کابل په لوېدیځ کې د دې ډول بریدونو د مخنیوي لپاره یوه طرحه عملي او بېړني کارونه وشي."


پر سیدالشهدا لېسې د موټر بم برید او پسې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو د چاودنې له کبله، د رسمي شمېرو له مخې له ۵۰ زیات کسان ووژل شول او له ۱۰۰ زیات نور ټپیان شول.


خو ځینو سرچینو او رسنیو د وژل شویو شمېر ۸۵ او د ټپیانو ۱۴۷ تنه ښودلی دی.




دا برید چې ډېری قربانیان‌یې ملکیان او په ځانګړي ډول د ښوونځي زده‌کوونکي وو، په کور دننه او نړیواله کچه له سخت او تند غبرګون سره مخ شو.


دا اندېښنې داسې مهال دي چې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې جنګ جګړو زور اخیستی او هره ورځ د بمي چاودنو، وسله‌والو نښتو او هوايي حملو له امله ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اوړي.


بغلان، لغمان او غزني هغه ولایتونه دي چې په وروستیو څو ورځو کې په‌کې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ سخته جګړه روانه ده او د ملکي مرګ‌ژوبلې زیاتېدو په‌کې اندېښنې زیاتې کړې دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *