Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د امریکا بودجه کې افغان ځواکونو ته د ۳۰۰ ملیون ډالرو زیاتېدو له وړاندیز د کابل هرکلی

افغان حکومت د امریکا له دې پرېکړې چې په خپله نوې بودجه کې یې د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره ۳۰۰ ملیون ډالره زیات وړاندیز کړي، هرکلی کوي.


د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن د جمعې په ورځ کانګرس ته خپله کلنۍ بودجه چې ۶ ټریلیون ډالره کېږي، وړاندې کړه.


د‌ امریکا د دفاع وزارت د چارواکو له قوله، دې رقم کې ۷۱۵ میلیارده ډالر پوځي بودجه ده چې ۳،۳ میلیارده‌یې د افغان ځواکونو لپاره ځانګړې شوې چې د تېر کال په پرتله ۳۰۰ ملیون ډالره زیات‌والی ښيي.


تېر کال دا مرسته نږدې درې میلیارده ډالره وه.


د افغانستان د ملي امنیت شورا د دفتر ویاند رحمت‌الله اندړ د مرستو زیاتېدل، له نړۍ او په ځانګړي ډول له متحده ایالاتو سره د ښو اړیکو او ګډ کار پایله بولي.


ښاغلي اندړ نن ازادي راډیو ته وویل، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه په نظامي ډګر کې نور پر ځان متکي شوي او د بهرنیو عسکرو له وتو وروسته به دوی سره مرسته او ورنه ملاتړ دوام ولري.




ښاغلی اندړ زیاتوي: "تېره اوونۍ هم د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سولیوان د ملاتړ پر دوام ټینګار درلود او دا دی امریکا تازه د ۲۰۲۲ کال په کلنۍ بودجه کې دغه رقم اضافه کړی دی. موږ له نړۍ سره د ښو اړیکو، متقابل درناوي او ګډ کار هوډ لرو او دا مو ثابته کړې هم ده."


د ډفېنس ون رسنۍ د راپور پر بنسټ، له افغانستان سره د ۳،۳ میلیارده ډالرو کلنۍ مرسته به د افغان ځواکونو د تجهیز، تمویل او روزنې په برخو کې ولګول شي.


متحده ایالات داسې مهال په خپله پوځي بودجه کې د افغانستان لپاره ۳۰۰ ملیون ډالره زیاتوي چې عملاً یې له دې هېواد د خپلو عسکرو ویستل پیل کړي او دا لړۍ نږدې ۲۵ سلنه بشپړه شوې ده.


دا بهیر د روان زېږدیز کال د مې میاشتې په لومړۍ نېټه پیل شوی چې د سپتمبر په ۱۱مه به بشپړ شي.


له افغانستانه د بهرنیو په ځانګړي ډول د امریکايي عسکرو له وتو وروسته، یوه اندېښنه د افغان ځواکونو مالي ملاتړ دی، هغه څه چې افغان حکومت وايي، په دې اړه اندېښنه نه‌لري او دلیل‌یې د نړیوالو له‌خوا د مالي مرستو د ملاتړ ډاډ دی.




د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال محمد امیر محمدي هم ازادي راډیو ته وویل، له افغانستان سره د امریکا او نړیوالې ټولنې مرستې د هغو هوکړو دوام دی چې افغان حکومت له دې هېوادونو سره کړې دي.


خو شنونکي وايي، امریکا په پوځي برخه کې د مرستو په زیاتېدو سره  غواړي دوه هدفونه څرګند کړي.


د پوځي مسایلو کارپوه عبدالباري عارض ازادي راډیو ته وویل: "لومړی دا چې د افغانستان پوځ ته یو ډاډ د دوی له وتو وروسته چې مرستې به‌یې روانې وي. له بله اړخه امریکا له طالبانو سره په جدي چنو وهلو بوخته ده، دا د طالبانو لپاره خبرداری دی چې دوی له افغان حکومت ملاتړ کوي."


امریکا داسې مهال له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د مرستو د زیاتېدو خبر ورکوي چې په روسیه کې افغان سفیر ویلي، افغانستان چمتو دی چې له روسیې وسلې وپېري.


سید طیب جواد تاس خبري اژانس سره مرکه کې له روسیې غوښتي چې د افغان ځواکونو په تجهیز په ځانګړي ډول د پوځي هلیکوپټرو په ترمیم کې مرسته وکړي.


ښاغلي جواد له روسیې غوښتي چې د افغان پیلوټانو په روزنه کې هم د افغانستان لاسنیوی وکړي.




د امریکا سربېره، د ناټو سازمان هم د افغان ځواکونو د مالي ملاتړ او تجهیز سینه ډبولې او تېره اوونۍ د دغه سازمان سرمنشي ینس سټولټنبرګ په دې برخه د هر ډول مرستې ډاډ ورکړ.


دا په داسې حال کې ده چې نږدې ۳ کاله وړاندې په بروکسل کې د ناټو سرمشریزې ژمنه وکړه چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو مالي ملاتړ ته به د ۲۰۲۴ کال تر پایه دوام ورکوي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *