Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

پاکستان افغان کډوالو ته کورونا ضد واکسين کله کوي؟

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره (UNHCR) وايي ښه به وي‌چې د پاکستان حکومت د خپلو وګړو تر څنګ ثبت شوو او غير ثبت شوو افغان کډوالو ته هم د کورونا وایرس واکسين وکړي ځکه چې دا وایرس هر چاته لګېدلی او له هر چا خپرېدلی شي.

د دې ادارې ترمخه، په پاکستان کې دا مهال د راجسټر افغان کډوالو شمېر ۱۴ لکه او د ناراجسټر هغو څه د پاسه اته لکه دی. د دې ادارې مرکزي وياند قيصر اپريدي د مې پر ۲۳مه مشال راډيو ته وويل چې د پاکستان حکومت تېره اپريل مياشت کې ويلي وو چې د خپلو وګړو ترڅنګ به راجسټر افغان کډوالو ته هم د کووېډ ۱۹ ناروغۍ واکسين لګوي.




نوموړي زياته کړه غوره به دا وي چې غيررجسټرډ هغوی ته هم وشي. ((په پاکستان کې د يو اېن اېچ سي ار سروکار يوازې له راجسټر افغان کډوالو سره دی. موږ ته معلومه ده چې  کورونا وبا يوه نړيواله مسله ده. وايرس يې خطرناکه دی او د يوه کس رنګ، نسل، مذهب يا قام ته نه ګوري خو بس حمله ورباندې کوي نو ښه به وي چې حکومت ټول افغان کډوال د واکسينو په خپل پروګرام کې شامل کړي.))   


پاکستانۍ ډان ورځپاڼې د مې په ۲۳مه د دې هېواد د منصوبه بندۍ او ترقياتي چارو د وزير اسد عمر په حواله ويلي وو چې د حکومت لپاره غير قانوني کډوالو او د هغو پاکستانيانو چې شناختي کاروډونو نه لري، د کووېډ ۱۹ واکسينو لګول يو غټ چيلنج دی. خو نوموړي زياته کړې چې په مرکزي حکومت کې د کورونا وبا د څار دفتر هڅه کوي چې دې مسلې ته يو حل ولټوي.


د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د سېفران لپاره د قاېمه کمېټې غړی ساجد حسين طوری د مې په ۲۳مه مشال رېډيو ته وويل چې هېڅ افغان کډوال بايد له واکسينو پاتې نه شي. هغه زیاته کړه چې دی به دا مسله تر چارواکو هم رسوي او د کمېټې په راتلونکې غونډه کې به یې هم راپورته کوي. ((د جون په دويمه زموږ د کمېټې غونډه ده. په دې اړه به خبره پکې کوم. د سېفران له سېکرټري سره به هم ووينو او ورته وبه وايو چې د غير راجسټر افغان کډوالو د واکسينولو مسله ډېره مهمه ده او بايد حل يې کړي. د دې کډوالو نه واکسينول موږ ته لوی تاوان پېښولی شي.))   




د پاکستان په سند صوبه او په تېره بیا کراچۍ کې د پام وړ شمېر غير راجسټر بنګاليان، نيپاليان او روهينجا کډوال هم مېشت دي. خو د افغان کډوالو شمېر تر ټولو ډير دی چې د يو اېن اېچ سي ار ترمخه اکثره یې په خیبر پښتونخول کې اوسېږي.


د دې صوبې د صحت په محکمه کې د کورونا وايرس وبا په اړه د معلوماتو د دفتر مشر ډاکټر اکرام الله د مې پر ۲۳مه مشال راډيو ته وويل چې دوی اوسمهال هغه کسانو ته واکسين کوي چې شناختي‌کارډ ولري خو په وروستئ مرحله کې یې افغان کډوال واکسينول د پروګرام برخه ده. ((موږ د واکسينو مرکزونو شمېر زياتوو. زموږ ګاډي هغو علاقو ته ځي چې د خلکو ګڼه ګوڼه پکې زياته وي. موږ به خپل ګاډي د کډوالو کيمپونو ته هم لېږو چې هغوی واکسين کړو. پلان مو دی چې د روان کال تر اخره د صوبې هغه ټول اوسېدونکي، پاکستانيان دي او که افغان کډوال، او عمرونه يې ۱۸ کاله او يا تر هغې بره دي، واکسين کړو.))    




     

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *