له افغانستان څخه هند ته د هيروئينو ۴ قاچاق کوونکي ونيول شول
له نشهيي موادو سره د مبارزې معينيت د حساسو تحقيقاتو ادارې څلور نفره په داسې حال کې ونيول چې غوښتليې هند ته د حامد کرزي نړيوال ډګر له لارې په خپلو خېټو کې تر څلورو کيلو ګرامو ډېر هيروئین قاچاق کړي.
له نشهيي موادو سره د مبارزې معينيت د رسنیو دفتر وايي چې نيول شوي کسان تر ابتدايي څېړنو وروسته له نشهيي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته معرفي شوي دي.