افغانستان ته له پاکستانه تر زر لیټره ډېر قاچاق کېدونکي شراب ونيول شول
د خوست له نشهيي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو ۱،۲۰۰ لیټره شراب چې د تېزابو په ډبو کې اچول شوي، خوست ته د قاچاقو پر مهال ونيول.
د خوست امنيه قوماندان سيفالله سرحدي ازادي راډيو ته وويل چې د دې نشهيي موادو د قاچاق په تور د موټر چلوونکي په ګډون دوه تنه هم نيول شوي دي.