کابل کې څه باندې ۶۰ زره کیلو ګرامه نشهیي مواد وسوځول شول
۶۶،۳۶۵ کیلو ګرامه ډول ډول نشهیي مواد چې له ۱۳۹۶ کاله بیا تر ۱۳۹۹ کال پورې د افغان امنيتي ځواکونو د عملياتو په نتيجه کې په بېلابېلو ولایتونو کې نیول شوي وو، د پنجنشبی په ورځ وسوځول شول.
له نشهیي موادو سره د مبارزی عدلي او قضایي مرکز ویاند خالد مؤحد ازادي راډیو ته وویل، دا مواد له نشهیي موادو سره د مبارزې د ملي اوونۍ په مناسبت سوځول شوي دي.