د روسیې د کولومنا ښاروال په خپل اپارتمان کې مړ وموندل شو
د تحقیقاتي کمېټې ویاندې اولګا ورادې وویل، نن جمعه د ۴۶ کلن ښاروال لیبیدیف د مړي تر موندل کېدو وروسته څېړنې پیل شوې.
د رسنیو په راپورونو کې راغلي چې د قانون د تنفیذ ادارو ویلي، د ښاروال پر بدن د مرمیو له کبله ټپونه ښکارېدل.
دی په ۲۰۱۶م کال کې د دې ښار چې د مسکو په ۱۱۵ کیلومترۍ کې پروت دی، ښاروال ټاکل شوی و.