Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

افغانستان د انساني قاچاق مخنیوي له اړخه درېیمه درجه هېوادونو کې راغی

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت، افغانستان د هغو هېوادونو په ډله کې په درېیمه درجه کې راوستی چې له انساني قاچاق سره‌یې مبارزه او جدي چلند نه‌دی کړی.


د دغه وزارت د انساني قاچاق سره د مبارزې د څرنګوالي په کلني ۶۴۴ صفحه‌یي راپور کې یوازې ۱۵ پاڼې د افغانستان لپاره ځانګړې شوي، راغلي چې افغان حکومت لږترلږه هغه لازم معیارونه چې انساني قاچاق له‌منځه وړي نه‌دي عملي کړي او په دې برخه کې یې د پام وړ هڅې نه‌دي کړي.


دغه راپور چې د پنجنشبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۱۱» ناوخته خپور شو په‌کې راغلي، که څه هم افغان حکومت د ځیني امنیتي بنسټونو غړي د بچه‌بازۍ له امله محکوم کړي او تر عدلي تعقیب لاندې دي او ځیني ماشومان‌یې د امنیتي ځواکونو له لیکو ایستلي، خو اوس هم لږترلږه هغه لازم معیارونه چې د انساني قاچاق مخنیوی کوي، نه‌دي عملي کړي.


په راپور کې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د ماشومانو استخدام او له دوی د ناوړه استفادې دوام او عاملانو ته نه‌مجازات د اندېښنې وړ بلل شوی دی.




د متحده ایالاتو له انساني قاچاق سره د مبارزې د څار ادارې سرپرست کري جانسټون د پنجنشنبې په ورځ ناوخته د بهرنیو چارو په وزارت کې خبري ناستې ته وویل، هېواد یې هڅه کوي چې په دې برخه کې له افغانستان سره همکاریو ته دوام ورکړي.


ښاغلی جانسټون زیاتوي: "څه ډول چې متحده ایالات خپل ځواکونه له افغانستانه باسي، موږ له یو  سوله‌ییز، باثباته او د داسې افغانستان چې راتلونکی یې د افغانانو لپاره  روښانه وي ملاتړ ته دوام ورکوو، له ډیپلوماتیک، اقتصادي او بشپړو مرستو نه به استفاده وکړو، له انساني قاچاق سره  د مبارزې او د قاچاق له قربانیانو د مراقبت په ګډون له افغانستان ملاتړ کوو."


دغه وزارت په افغانستان کې د دولتي سرچینو کموالی او روانه ناامني له انساني قاچاق سره د مبارزې د قانون د پلي کېدو پر وړاندې خنډونه بللي.


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل دغه راپور کې په افغانستان کې په انساني قاچاق د تورنو پوځي چارواکو او د مجرمینو د عدلي تعقیب او د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د ماشومانو له استخدام او غیر قانوني استفادې د مخنیوي غوښتنه وکړه.


په کابل کې د امریکا سفارت هم په یو ټویټ کې لیکلي، که څه هم دوی (امریکا) د انساني قاچاق د مجرمینو او ځواب ویلو په برخه کې د حکومت هڅې په ځانګړې توګه هغه څوک چې په رسمي بستونو کې کار کوي مني، خو باید د قاچاق د مخنیوي، د قربانیانو د خوندیتوب، د بچه‌بازۍ له‌منځه وړل او د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د ماشومانو د استخدام د مخنیوي په اړه لا له وړاندې اقدامات وکړي.




افغان حکومت هم له انساني قاچاق سره د مخنیوي په برخه کې ترسره شوی اقدام کافي نه‌بولي.


د عدلیې وزارت ویاند امان ریاضت ازادي راډیو ته وویل، له انساني قاچاق سره د مبارزې عالي کمېسیون غړي بنسټونه د خپل درې کلن پروګرام له مخې په راتلونکي کې په دې اړه جدي اقدامات کوي.


ښاغلی ریاضت وايي: "هغه فعالیتونه چې باید په راتلونکو څو کلونو کې ترسره شي، طرحه‌یې په جدي توګه له انساني قاچاق سره د مبازې عالي کمېسیون د بنسټونو له لوري چمتو شوې، دغه درې کلن پلان ته (د انساني قاچاق او د کډوالو قاچاق سره د مبازې عملي پلان) نوم ورکړل شوی په دې برخه کې اقدام کېږي، په نوبتي ډول به خپل کاري راپور له انساني قاچاق سره د مبازې عالي کمېسیون سره شریکوي."


له دې سره په خوا کې د مسؤلینو له نظره، روانې جنګ جګړې په افغانستان کې له انساني قاچاق سره مبارزه ستونزمنه کړې، هغه څه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د انساني قاچاق د وضعیت د څرنګوالي په اړه په خپل تازه راپور کې هم تأییدوي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *