Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

بګرام هوايي اډه افغان ځواکونو ته وسپارل شوه

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د بګرام هوايي اډه نن جمعه په رسمي ډول دوی ته وسپارل شوه.


د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان د جمعې په ورځ «۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۱۱» ازادي راډیو ته په استولي غږیز پیغام کې ویلي دي چې امریکايي او ائتلاف ځواکونه په بشپړ ډول له دې پوځي اډې ووتل.


ښاغلی امان زیاتوي: "امریکايي ځواکونو د بګرام هوايي اډه په رسمي ډول ملي اردو ته وسپارله، اوس‌مهال دا اډه د افغانستان دفاع وزارت له لوري کنټرولېږي او موږ به له دې اډې د ترورېزم پر ضد د جګړې، د امنیت د ټینګښت او د خپلو خلکو د مال او ځان ساتنې په هدف ګټه واخلو."




ګڼو بهرنیو رسنیو هم د امریکايي سرچینو په حواله خبر ورکړی چې له نږدې ۲۰ کاله وروسته ټول امریکايي او د ناټو د نورو غړو هېوادونو سرتېري د کابل شمال ته له بګرام هوايي اډې ووتل.


د بګرام هوايي اډه په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو تر ټولو ستره پوځي اډه بلل کېده چې وخت په وخت په‌کې زرګونه بهرني سرتېري مېشت ول.


دا هوايي اډه چې د کابل په شمال کې په پروان ولایت کې جوړه شوې د هر ډول الوتکو د کېناستو ظرفیت لري.


سي‌اېن‌اېن امریکايي ټلوېزیوني شبکې په خپل وېب‌سایټ کې لیکلي دي چې له دې اډې وتل د امریکا په مشرۍ د نړیوال ائتلاف له‌خوا افغانستان کې د ترهګرۍ خلاف د پیل شوې جګړې د پای سمبولیکه معنی لري.


د امریکا د ولسمشر جو بایډن د پرېکړې پر بنسټ له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل د روان کال په مې میاشت کې پیل شوي او د همدې کال د سپټمبر په ۱۱مه به دا پروسه بشپړېږي.


سي‌اېن‌اېن ټلوېزیوني شبکې لیکلي دي چې د بګرام هوايي اډه د الوتکو دوه ځغاست‌لیکې لري چې بې‌شمېره پوځي الوتنې ترې کېدې او په ټول افغانستان کې تقریباً د هوايي عملیاتو د قوماندې د ځانګړي مرکز په هدف کار ترې اخیستل کېده.


په راپور کې راغلي دي چې د امریکا درې ولسمشرانو جورج ډبیلو بوش، بارک اوباما او ډونالد ټرمپ په بېلابېلو وختونو کې په دې اډه کې د مېشتو بهرنیو سرتېرو سره لیدلي وو.




د راپورونو پر بنسټ دغه هوايي اډه په افغانستان کې د پاچا محمد ظاهرشاه د سلطنت پر مهال جوړه شوې او په بېلابېلو وختونو کې ترې استفاده کېده، خو وروسته پراختیا ورکړل شوه.


په افغانستان کې د شوروي اتحاد د یرغل پر مهال شوروي ځواکونو هم له همدې اډې ګټه اخیسته.


په ورته وخت کې وسله‌والو طالبانو له دې اډې د بهرنیو سرتېرو د وتلو په غبرګون کې په خپره کړې اعلامیه کې ویلي دي چې دوی دا یو ښه ګام بولي او غواړي چې د افغانستان له ټولو برخو بهرني سرتېري ووځي.


په اعلامیه کې راغلي دي چې د بهرنيو ځواکونو په بشپړ وتلو سره افغانان د سولې او امن په لور نږدې کېدای شي.


له بګرام هوايي اډې د بهرنیو سرتېرو د بشپړې وتنې راپورونه په داسې حال کې ورکول کېږي چې په افغانستان کې جګړه تر بل هر وخت تېزه شوې ده او د دې هېواد له بېلابېلو ولایتونو نه هره ورځ د سختو نښتو راپورونه ورکول کېږي.


په همدې حال کې د امریکا دفاع وزیر د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر بسم‌الله محمدي سره په ټیلیفوني خبرو کې یو وار بیا له دې هېواد سره د امریکا د حکومت او خلکو د مرستې پر دوام ټینګار کړی دی.




د افغانستان د دفاع وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د امریکا دفاع وزیر لوید استېن د وسله‌والو مخالفینو پر ضد د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو رول او وړتیاوې ستایلي او ویلي دي چې دوی د افغانستان د دفاعي او امنیتي ځواکونو د اوږدمهاله تمویل، تجهیز او د مسلکي زده‌کړو په برخه کې همکار دي.


د امریکا دفاع وزارت هم ویلي چې لوید استېن په دغه خبرو کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته له افغان ځواکونو سره د امریکا د ملاتړ ډاډ ورکړ.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *