Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

افغانستان کې د کرونا ویروس پراختیا؛ د تعلیمي او تحصیلي بنسټونو رخصتیانې وغځول شوې

د افغانستان د لوړو زده‌کړو او عامې روغتیا وزارتونه وايي، د ټولو تعلیمي او لوړو زده‌کړو بنسټونو رخصتیانې د لوی اختر تر څلورمې نېټې پورې وغځول شوې.


دوي وايي، د کرونا روان حالت ته په کتو سره ټول تعلیمي او تحصیلي بنسټونه تر راتلونکو دوه اوونیو پورې بیاځلي رخصت شول.


د افغانستان د لوړو زده‌کړو وزارت ویاند مرستیال حنیف فرزان نن پنجشنبه «۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۱۷» ازادي راډيو ته وویل، د لوی اختر نه وروسته ټول پوهنتونونه او تعلیمي بنسټونه د ټولو روغتیايي سپارښتنو ته په پام سره د زده‌کوونکو پر مخ پرانیستل کېږي.


ښاغلی فرزان زیاتوي: "د لوړو زده‌کړو، پوهنې، عامې روغتیا وزارتونو او د تحصیلي ټولنو د اتحادیې په یوې ګډه طرحه کې هغه ټول تعلیمي او تحصیلي بنسټونه چې د کرونا واکسین په‌کې پلی شوی وي او د کرونا ویروس خپرېدا په‌کې پڅه وي، حضوري درسونه‌یې د ټولو روغتیايي سپارښتنو په پام کې نیولو سره د اختر په څلورمه پیلېږي."




نوموړی وايي، هغه ولایتونه چه د کرونا ویروس مزل په‌کې پڅ وي او د کرونا واکسین په‌کې تطبیق شوی، د ټولو روغتیايي سپارښتنو په پام کې نیولو سره دې حضوري درسونه پیل کړي.


د افغانستان عامې روغتیا وزارت هم په یوې اعلامیه کې چې نن پنچشنبه خپره شوې ويلي چې ټول تعلیمي او تحصیلي بنسټونه د لوی اختر تر څلورمې نېټې پورې بیاځلي رخصت شول.


د دغه وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې ټول تعلیمي او تحصیلي بنسټونه له اختر وروسته په تدریجي ډول او د واکیسن په تطبیق سره پرانیستل کېږي.


په اعلامیه کې راغلي چې د کرونا واکسین به سر له شنبې ورځې ټولو هغه زده‌کوونکو ته چې عمرونه‌یې له ۱۸ پورته دي، پوهنتونونو او تحصیلي بنسټونو ته پیل شي.


د دوی په خبره، دغه لړۍ به تر دوه اوونیو پورې د ځینو ولایتونو په ګډون دوام ولري.


د عامې روغتیا وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې په ټول تعلیمي او تحصیلي بنسټونو کې باید ټول هغه روغتیايي سپارښتنې لکه د ماسک کارول، د واټن ساتل، د لاسونو پرېمینځل او داسې نور په نظر کې ونیول شي.




دا په داسې حال کې ده چې د تور فنګس ناروغي هم په افغانستان کې د پراخېدو په حال کې ده.


د افغانستان عامې روغتیا وزارت مرستیال ویاند میرویس علی‌زي په خبره، تر دا مهاله ۱۰ کسه د تور فنګس په ناروغۍ اخته شوي او یو یې هم مړ کړی دی.


د تور فنګس له ناروغۍ سره د کرونا ویروس پېښې هم په افغانستان کې د زیاتېدو په حال کې دي.


یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې ۸۴ کسان د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ له امله مړه شوي دي.


د دې وزارت د معلوماتو په اساس په همدې موده کې ۱،۲۲۶ کسان په دې ویروس اخته شوي دي.


له تازه ثبت شویو پېښو سره په ټول افغانستان کې په دې ویروس د اخته کسانو شمېری یو لک او ۳۱ زره او ۵۰۰ ته ورسېد.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *