Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

روغتیا نړیوال سازمان: نړۍ کې تر څلور ملیونو زیات کسان د کرونا وبا وژلي

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، تر دې مهاله په نړۍ کې تر څلور ملیونو زیات کسان د کرونا وبا وژلي دي.


باور دا دی چې د نړۍ په هېوادونو کې د کرونا له کبله د مړو شویو غیر رسمي شمېر ښايي تر دې لوړ وي.


د روغتیا د نړیوال سازمان مشر تدروس ادهانوم ګبریاسس دغه‌راز وايي "نړۍ د دې وبا په خطرناک پړاو کې ده."


بل‌خوا، د کرونا ډېلټا بڼه په ځینو هېوادونو کې په چټکۍ خپرېږي او جاپان‌یې له کبله بېړنی وضعیت اعلان کړی دی.


جاپان ویلي، د کرونا د پېښو زیاتېدو له کبله دا بېړنی وضعیت به د جولای له ۱۲مې تر ۲۲مې وي. دا پرېکړه داسې مهال کېږي چې په دې هېواد کې د دوبني المپیک لوبو پیل ته دوه اوونۍ پاتې دي.


خو اوس فکر کېږي چې د دې لوبو تنظیموونکي به نندارچیان په لوبو کې له ګډون منعه اعلان کړي. ځکه داسې اندېښنې شته چې دغلته به د لوبغاړو او نندارچیانو ګڼه ګوڼه د کرونا خپرېدل چټک کړي.


مخکې له مخکې په توکیو کې په دې پلان شویو لوبو کې د بهرنیو نندارچیانو ګډون منعه شوی دی، خو اوس ښايي جاپاني نندارچیان هم لوبو کې له ګډون منعه شي.




د توکیو د المپیک لوبې له ۲۰۲۰ م کال راهیسې تر دې مهاله د کرونا وبا له کبله ځنډول شوې دي.


دا په داسې حال کې ده چې د کرونا بدله شوې، ډېلټا بڼه د نړۍ په مختلفو هېوادونو کې په خپرېدو ده او یو شمېر هېوادونه‌یې اندېښمن کړي. ځینو هېوادونو له دې کبله نوي محدودیتونه لګولي او ځینو نورو پخواني هغه غځولي دي.


د راپورونو له مخې د کرونا ویروس د ډېلټا بڼه زر خپرېږي او د 'کووېډ-۱۹' تر نورو بڼو ډېره مرګونې ده.


دا بڼه لومړی په هندوستان کې ولیدل شوه.


سره له دې چې په امریکا کې په نسبي توګه د کرونا ضد واکسینو کچه لوړه ده، دې هېواد ته د کرونا د ډېلټا بڼې په رسېدو د کرونا نوې پېښې زیاتېږي.


په دې هېواد کې د دوه اوونۍ مخکې مودې په مقایسه د کرونا نوې پېښې په سلو کې ۲۱ زیاتې شوې دي.




په بریتانیا کې هم له جنورۍ میاشتې راوروسته د لومړي ځل لپاره د 'کووېډ-۱۹' مثبتو پېښو کې زیاتوالی راغلی دی.


په جرمني کې هم د کرونا په پېښو کې د دوه میاشتې پرله‌پسې کمي وروسته بېرته زیاتوالی راغلی او د هرو نویو درې پېښو دوه‌یې د ډېلټا بڼه دي. په فرانسه کې هم د کرونا پېښې ټیټې دي، خو د ډېلټا بڼې په‌کې د تېرې اوونۍ په مقایسه په سلو کې ۲۰ زیاتوالی راوستی دی.


مکسیکو له فبرورۍ میاشتې راوروسته د 'کووېډ-۱۹' تر ټولو زیاتې پېښې ثبت کړي.


جنوبي کوریا د کرونا وبا د پیل راهیسې د لومړي ځل لپاره د 'کووېډ-۱۹' مثبتو پېښو کې چټک زیاتوالی ثبت کړی.


په نورو اسیايي هېوادونو کې هم د دې ویروس ډېلټا بڼې پر روغتونونو د ناروغانو ګڼه ګوڼه زیاته کړې.


اندونیزیا په یوه ورځ د کرونا له کبله ۱،۰۴۰ مړینې ثبت کړي چې د دې وبا د پیل راهېسې په دې هېواد کې تر ټولو مرګونې ورځ بلل شوې ده.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *