بریتانیا: طالبانو سره ګډ کار کوو خو په یو شرط
والس دا خبره بریتانوۍ ډيلي ټیلګراف ورځپاڼې ته کړې او ویلي یې دي، له دې پرته چې راتلونکی حکومت به څه بڼه ولري، که هغه د مهمو نړیوالو نورمونو رعایت وکړي، د بریتانیا حکومت به ورسره کار وکړي.
والس دغه راز ویلي چې د سولې ټولې پروسې بالاخره دا اړتیا په ډاګه کوي چې له دښمن سره روغه وشي.
په عین حال کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت هم د افغانستان له دولت او طالبانو غوښتي چې د یوه انتقالي ایتلافي حکومت د جوړولو لپاره با مفهومه خبرې پیل کړي.
دا خبره د روسیې ریا نووستي خبري اژانس د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له قوله کړې.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف د شانګهای د همکارۍ د سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې یو ګډونوال دی چې د تاجکستان پلازمېنه دوشنبه یې نن کوربنه ده.
په دې غونډه د افغانستان د بهرنیو چارو وزیرحنیف اتمر هم ګډون کړی او د بحث یوه موضوع به یې هم په دې سازمان کې د افغانستان د بشپړ غړیتوب پر مسالې څرخي.
په اوس وخت کې افغانستان د دې اته کسیز سازمان څارونکی غړی دی.