Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

بریتانیا: که طالبان د واک شریکان شي د افغان دولت په کچه ورسره کار ته دوام ورکوو

بریتانیا وايي، که طالبان په افغانستان کې د واک شریکان شي، دا هېواد چمتو دی چې د افغان دولت د رهبرۍ په کچه له دې ډلې سره کار کولو ته دوام ورکړي.


د بریتانیا دفاع وزیر بن والاس د سې شنبې په ورځ له ډېلي ټلګراف سره په یوه مرکه کې وویل، که په افغانستان کې هر دولت په واک کې وي، نو یوازې په دې شرط به ورسره همکاري وکړي چې نړیوالو ارزښتونو ته ژمن وي.


بن والاس خبرداری ورکوي چې انګلستان به هر ډول اړیکه "چې د بشري حقونو سره په ټکر کې وي"، وڅېړي.


هغه وویل: "د سولې لپاره تاسو باید ملګری اوسئ، که نه نو تاسو د انزوا په خطر کې یاست او انزوا به تاسو هغه ځای ته بوځي چې تاسو یې پیل کړی و."




د افغانستان د جمهوري ریاست چارواکي هم په دې باور دي چې که طالبان جګړه پرېږدي او د خبرو مېز ته راستانه شي، دغه ډله کولای شي د ټاکنو له لارې واک ترلاسه کړي.


د ولسمشر د ویاند مرستیال محمد امیري د چهارشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۲۳» وايي: "د افغان حکومت د سولې پلان له مخې طالبان د ټاکنو له لارې واک او حکومت ترلاسه کولای شي، که دوی جګړه بنده کړي او په ایماندارۍ سره د خبرو مېز ته راشي او له خلکو سره سوله وکړي."


د افغانستان د جګړې د قربانيانو کمېټې هم د چهارشنبې په ورځ د جګړې له ښکېلو خواو څخه وغوښتل چې تاوتریخوالی پای ته ورسوي او د خبرو مېز ته کېني.


د دې کمېټې رئیس مسعود صافي له ازادي راډیو سره په خپلو خبرو کې وویل: "موږ د سولې د خبرو اترو د بیا پیلېدو، د سمدستي اوربند او د سولې پروسې ګړندي کول غواړو. د جګړې اصلي قربانیان هم باید د خبرو مېز کې موجود وي ترڅو د دوی غږ واورېدل شي."




د جګړې یو له قربانیانو رحیم شاه صافی د ملي اردو پخوانی سرتېری دی چې پنځه کاله وړاندې یې په زابل ولایت کې له طالبانو سره په جګړه کې دواړه پښې پرې شوې.


دی وايي که طالبان جګړه بنده کړي او د سولې له پروسې سره یو ځای شي، چمتو دی دغه ډله وبخښي.


رحیم شاه زیاتوي: "زما غوښتنه له طالبانو دا ده چې رښتینې سوله وکړي، له دې حکومت سره یوځای شي او دا جګړې پای ته ورسوي. زه هغوی ته خپل حق بخښم، خو که دوی جګړې ته دوام ورکړي، زه به له دې مصنوعي پښو سره هم هغوی سره وجنګېږم."


دا په داسې حال کې ده چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو له پیل وروسته طالبانو جګړه تېزه کړې او تېره اوونۍ یې ادعا وکړه چې دوی د افغانستان په ۸۵ سلنه کنټرول لري.


په ورته وخت کې د متحده ایالاتو مرکزي قوماندانۍ ویلي، له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل له ۹۵ سلنه اوښتی دی.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *