Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د افغان سفير د لور تښتونې پلټني کوو: پاکستان

پاکستان وايي، د سفارتونو، سفارتکارو او د هغوی د کورنیو خوندیتوب ورته مهم دی او د افغان سفیر د لور د تښتول کېدو تر شا لاس لرونکي کسان به زر د قانوني کارروایۍ سره مخ شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د ورارت لخوا د جولای پر ۱۷مه خپره شوې یوه خبرپاڼه کې ویل شوي، د جولای پر ۱۶مه په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت لخوا ورته خبر ورکړل شو چې د افغان سفیر لور په داسې حال کې تښتول شوې چې په کرايي ګاډي کې یې سفر کولو.




په خبرپاڼه کې د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند په حواله ویل شوي، د دې خبر د ترلاسه کولو وروسته د اسلام اباد پولیسو فورا د لټون عملیات پیل کړل. خبرپاڼه لیکي، د بهرنیو چارو وزارت او ټول متعلقه امنیتي چارواکي په دې لړ کې د افغان سفیر او د هغه د کورنۍ سره په تماس کې دي او خپله ټوله همکاري ورسره کوي.


د خبرپاڼې په وینا، په داسې حال کې چې د افغان سفیر او د هغه د کورنۍ امنیت ټینګ کړل شوی، امنیتي ادارې هڅه کوي چې د پېښې تر شا لاس لرونکي کسان ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، یو وارې بیا وایي چې د سفارتکارو، د هغوی د کورنیو او د سفارتونو ساتنه خورا مهم مسولیت دی او دا ډول پېښې به ونه زغمل شي.




په اعلامیه کې دا نه دي ویل شوي چې د افغان سفیر لور بیرته موندل شوې خو په افغانستان کې د بهرنیو چارو وزارت د جولای په ۱۷مه نېټه وویل، په پاکستان کې د افغانستان د سفیر لور چې اختطاف شوې او شکنجه شوې ده، بېرته خوشې کړای شوه.


دغه وزارت د جولای په ۱۷مه، په یوه اعلامیه کې وویل، د نجیب الله علیخېل لور سلسله علیخېل پرون د جولای پر ۱۶مه په اسلام اباد کې کور ته د ستنېدو پر مهال وتښتول شوه او د اختطاف پر مهال شکنجه شوې ده.


اعلامیه وايي، د سفیر لور سلسله له اختطافچیانو تر خوشې کېدو وروسته اوس په روغتون کې بستر ده. وزارت په پاکستان کې د افغان ډیپلوماتانو د امنیت او خوندیتوب په اړه اندېښنه ښوولې ده.


د بهرنیو چارو وزارت له پاکستانه غوښتنه کړې چې د دې پېښې عاملین دې وپېژني او مجازات دې یې کړي.




په پاکستان کې ګڼو سیاستوالو او د بشري حقونو فعالینو د افغان سفیر د لور د تښتولو پېښه غندلې ده. د پاکستان پیپلز ګوند غړې او سناتوره شيري رحمان وايي، د سفارتکارو او د هغوی د کورنیو خوندیتوب د حکومت مسولیت وي او د افغان سفیر د لور سره دا ډول پېښه مخې ته راتلل د خواشینۍ او افسوس مقام دی. هغه لیکي، دا په پاکستان او د دغه هیواد پر اقدارو برید دی، هیله لرم چې د کورنیو چارو وزارت به په فوري ډول د داسې پېښو د مخ نیوي لپاره اقدامات وکړي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *