Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

افغانستان کې روانې جګړې؛ د وېرې دغه فضا کې اختر خلکو ته څه معنی؟

د لوی اختر په رانږدې کېدو سره په افغانستان کې تاوتریخوالی زیات شوی دی.دغو جګړو د انساني تلفاتو ترڅنګ ګڼ مالي زیانه هم اړولي او ډېری افغانان یې له خپلو سيمو بې ځایه کړي دي.


د وېرې او ډار په دغه فضا کې اختر خلکو ته څه معنی لري؟


لوګر چې له پلازمېنې کابل څخه ۶۵ کیلومتره واټن لري، ۳۲ کلن جان اغا له خپلې مېرمنې او دوه بچو سره په داسې سیمه کې ژوند کوي چې د طالبانو تر کنټرول لاندې ده.


د ژوند ناخوالو اختر ورنه هېر کړی وایي، هغه مهال اختر دی چې وطن ته سوله راشي او نور د هاوان باران او د اور لمبې نه وي: "کله پر پوسته جنګ، کله پر سړک جنګ، قسم خورم خلک داسې ځایونو کې پراته دي چې شپې جنګ شي هلته حیوان شپه نه شي کولای، هره ورځ یو نه یو هاوان راځي او په یو کور لګیږي، وړمه ورځ هاوان راغی ښځه او مېړه دواړه کور کې ناست وو، ولګېدل دواړه شهیدان دي، اختر هغه دی چې سړی روغ وي او په خوشالۍ یې ونمانځي اوس خو تر سړک پورې څوک نه شي وتلی."




جان اغا یوازینی کس نه دی چې روانو جګړو او ناخوالو یې ژوند تریخ کړی بلکې له دې امله ډېری افغانان اندېښمن دي او ممکن مېرمنې تر نورو ډېرې زیان مننونکي وي.


٢٣ کلنه سُمیې څخه هم روان تاوتریخوالي ارام او هوسا ژوند اخېستی.


سُمیه له خپلې ١٢ کسیزې کورنۍ سره د بدخشان په کشم ولسوالۍ کې ژوند کوي، هغه ولایت چې د ځینو سرچینو په وینا له ٢٧ ولسوالیو څخه ۲۶ یې طالبانو سره دي.


نوموړي ازادي راډیو ته وویل: "دغه اختر له نورو اخترونو سره ډېر فرق کوي، تېرو اخترونو کې دا مهال به مېرمنو د نوېو جامو او خوراکي توکو د اخېستلو لپاره ښار ته تللې، په دې اختر کې خلکو هېڅ چمتووالی نه لري او بیرون نه شي وتلی."


د جان اغا او سُمیې په څېر اکثره افغانان د سولې په انتظار دي، هغه هېله چې تېرو څو کلونو کې لا هم ترلاسه شوې نه ده.


د کابل دوه تنه اوسیدونکي روزما او سهیل ازادي راډیو ته وویل: "سږکال موږ هم چنداني اماده ګي نه ده نېولې، کله چې ځوانان مو په سنګرونو کې وي، موږ څنګه اختر ولمانځو او خوشالي وکړو؟اصلاً زه فکر نه کوم چې د هېڅ یو افغان وجدان دا ومني.


-موږ اختر لمانځو خو جګړه هم روانه ده او درې ورځې اختر به هم له اندېښنو سره تېر شي، زموږ غوښتنه له طالبانو دا ده چې دایمي اوربند اعلان کړي."


په همدې حال کې وسله وال طالبان وایي چې خلکو ته د ډاډمنې فضا د رامنځته کېدو طرف دار دي.


طالب ویاند ذبیح الله مجاهد نن ازادي راډیو ته وویل چې دا مهال ۱۹۳ ولسوالۍ د دوی په کنټرول کې دي او خلک عادي ژوند مخ ته وړي.




حکومت بیا د طالبانو دا ادعا ردوي.


د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حامد روشن ازادي راډیو ته وویل چې دغه ولسوالۍ سقوط نه دي بلکې افغان ځواکونه ورسره جګړه کې دي: "په یو شمېر ولسوالیو کې جګړه روانه ده، امنیتي ځواکونه هلته ځای پرځای دي او له خلکو دفاع کوي، په جګړو کې خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اوښتي، موږ له طالبانو غواړو چې جګړه ودروي اوربند وکړي، څو خلک عادي ژوند ته وګرځي."


دا په داسې حال کې ده چې د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د یوې تازه اعلامیې په خپرولو سره له طالبانو غوښتي چې د لوی اختر په درناوي اوربند وکړي او تاوتریخوالی ودروي.


که څه هم د تېر اختر په اوربند کې یو شمېر خلک وتوانېدل چې اختر ورځې په امنه فضا کې ولمانځي خو د نړېوالې ټولنې، افغان حکومت او خلکو غوښتنه یو دایمي اوربند دی چې تراوسه ورته مثبت ځواب نه دی ورکړل شوی.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *