Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

بایډن او بلېنکن ته لیک؛ د امریکايي رسنیو افغان کارکونکو ترې څه غوښتي؟

په افغانستان کې د جګړو او تاوتریخوالي د زیاتېدو او د طالبانو په لاس د ډېریو سیمو سقوط افغان خبریالان اندېښمن کړي دي.


د امریکا ۲۵ رسنیو د هغه هېواد جمهور رییس جو بایډن او د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن نه په یو لیک کې غوښتي چې افغانستان کې د امریکايي رسنیو افغان کار کوونکو ته د کډوالۍ د ویزو د ورکړې زمینه برابره کړي.


سي.اېن.اېن ټلوېزیوني شبکې، فاکس نیوز، 'اې.بي.سي' نیوز، واشنګټن پوسټ، لاس انجلس ټایمز، 'اېن.بي.سي' او د خبریالانو د امنیت کمېتې دغه لیک کې لاسلیکونه کړي دي.


د دغه لیک لیکوونکو چې یاد لیک یې د چنګاښ میاشتې په دېرشمه ښاغلي بایډن او بلېنکن ته استولی، دغو خبریالانو ته د ویزو د فوري ورکړې غوښتنه کړې ده.


د دوی د اټکل له مخې هغو کسانو شمېر چې افغانستان کې یې له امریکايي رسنیو سره کار کړی، زرو کسانو ته نه رسېږي.


د لیک لیکونکو دا هم لیکلي چې ۲۰۰۸ میلادي کال کې د امریکا د وخت جمهور رییس جورج بوش په قانوني لاسلیک سره، له عراقه د امریکايي رسنیو د سیمه ییزو خبریالانو د وتلو زمینه برابره کړه.


یو شمېر هغو خبریالانو چې افغانستان کې یې له امریکايي رسنیو سره کار کړی، د امریکا د حکومت مشرانو ته د دې لیک له استولو هرکلی کړی دی.


په افغانستان کې د امریکا غږ راډیو خبریال ممتاز بهیر ازادي راډیو ته وویل چې د تاوتریخوالي او خبریالانو ته د ګواښونو په زیاتېدو سره، د خبریالانو کار او ژوند ستونزمن شوی دی.


ښاغي بهیر زیاته کړه: "زه له دې لیک او غوښتنې څخه چې د امریکا ولسمشر جو بایډن ته د افغان خبریالانو د انتقال لپاره استول شوی، هرکلی کوم."


ښاغلی بهیر وایي، د امنیتي  ګواښونو په زیاتیدو سره نور د تېر په څېر ازاد تګ راتګ نه شي کولای او د اړتیا پر مهال په وېره او اندېښنه له کوره وځي.


نوموړي په دې اړه د بیان د ازادي او رسنیو د ملاتړ بنسټونو د ځانګړې پاملرنې غوښتنه وکړه.


په ورته وخت کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مسوول صدیق الله توحیدي وايي چې افغانستان کې ټول خبریالان له ګواښونو سره مخ دي: "اته تر ١٠ زرو پورې په افغانستان کې خبریالان کار کوي، ممکن زموږ همکاران چې له امریکایي رسنیو سره کار کوي له جدي ګواښونو سره مخ وي، خو هر یو خبریال چې له رسنیو سره کار کوي، د ټولنې مطرح څېرې دي او له جګړو راپورونه چمتو کوي له ګواښونو سره مخ دي."




ښاغلی توحیدي له امریکا او نړېوالو شریکانو یې وغوښتل چې د خبریالانو د امنیت خوندیتوب ته جدي پام وکړي.


په افغانستان کې د جګړو په تیزیدو سره خبریالان او د رسنیو کار کوونکي له جدي ګواښونو سره مخ دي.


یو شمېر یې هدف ګرځول شوي، ځینې یې په کور ناست دي او ډېری یې بیا له هېواده وتلو ته اړ شوي دي.


دا په داسې حال کې ده چې امریکا په پام کې لري چې زرګونو افغان ژباړونکو ته چې له امریکايي ځواکونو سره یې کار کړی د کډوالۍ ځانګړې ویزې ورکړي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *