Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

اېس‌بي‌اېس: استرالیا افغانستان ته د خپلو ډیپلوماتانو پر بېرته لېږلو غور کوي

څو استرالیايي ورځپاڼو او انلاین خپرونو په افغانستان کې د استرالیا سفارت د بیا پرانیستل کېدو د احتمال او دغه‌راز له افغانستانه استرالیا ته د هغو افغان ترجمانانو د بیولو په اړه لیکنې خپرې کړي دي چې له استرالیايي پوځیانو سره‌یې کار کړی دی.  



اېس‌بي‌اېس


د استرالیا «اېس‌بي‌اېس» خبري سرویس لیکلي، استرالیا په دې غور کوي چې خپل ډیپلوماتان بېرته افغانستان ته ولېږي. 


استرالیا څه کم یوه میاشت وړاندې وروسته له دې چې امریکا اعلان وکړ چې ټول ځواکونه له افغانستانه باسي، له کابل څخه خپل ډیپلوماتان وایستل. 


د اېس‌بي‌اېس د راپور له مخې، امنیتي شنونکي وايي، استرالیا باید ډېر ژر بېرته افغانستان ته ډیپلوماتان ولېږي. 


د دې خپرونې پر اساس، داسې راپورونه شته چې حکومت هم په دې غور کوي چې په افغانستان کې طالبان له نږدې وڅاري. 


د دې خپرونې له مخې، د استرالیا حکومت په راتلونکو څو میاشتو کې په څو پړاونو کې د خپلو ډیپلوماتانو پر بېرته لېږلو غور کوي. 


له افغانستانه وروستي استرالیايي ډیپلوماتان د جون په ۱۸مه ووتل.



کانبرا ټایمز


کانبرا ټایمز ورځپاڼې هم په دې موضوع لیکنه خپره کړې. دې ورځپاڼې د استرالیا د صدراعظم سکاټ مورېسن په قول لیکلي چې استرالیا به وروسته له دې چې د امنیت په اړه ډاد ترلاسه کړي، خپل ډیپلوماتان سمدستي افغانستان ته ولېږي.


ده په پلازمېنه کانبرا کې خبریالانو ته وویل، تل دې ته تیار دي چې خپل ډیپلوماتان کابل ته ولېږي، خو چې شرایط برابر وي.



اې‌بي‌سي نیوز


اې‌بي‌سي نیوز شبکې بیا په خپله وېب‌پاڼه کې لیکلي چې استرالیا په دې غور کوي چې افغانستان ته الوتکې ولېږي څو هغه افغانان استرالیا ته راولي چې په دې هېواد کې یې له استرالیايي پوځیانو سره کار کړی دی. 


د دې وېب‌پاڼې پر اساس، تر اوسه پورې ۳۰۰ افغانانو او د هغو د کورنیو غړو ته د استرالیا ویزې ورکړل شوي او ۲۵۰ تنه په الوتکه کې استرالیا ته راوستل شوي دي. 


استرالیا یو له لومړنیو هېوادونو څخه دی چې له افغانستان څخه‌یې خپل ټول محارب ځواکونه تر ۲۰۱۴ م کال وړاندې وایستل. د دغه هېواد پوځیان په ارزګان ولایت کې مېشت ول.  


په وروستیو کلونو کې د دې هېواد لږ شمېر پاتې پوځیانو افغان امنیتي ځواکونه روزل.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *