Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

پنټاګون: امریکايي ځواکونو د افغان ځواکونو په ملاتړ پر طالبانو بمبار کړی

امریکايي چارواکو ویلي چې په وروستیو کې یې د افغان ځواکونو په ملاتړ افغانستان کې هوايي بریدونه کړي دي.


د پنټاګون ویاند جان کربي پرون پنجشنبه(د چنګاښ ۳۱مه) خبریالانو ته وویل چې امریکايي ځواکونو په وروستیو ورځو کې د افغان ځواکونو د ملاتړ په هدف په افغانستان کې هوايي بریدونه کړي، خو ډېر جزییات ورنه کړل.


طالب ویاند ذبیح الله ذبیح الله مجاهد د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته تایید کړه چې د کندهار ښار ته نژدې امریکايي ځواکونو د دوی پر اهدافو هوايي بمبارۍ کړي دي.




نوموړي زیاته کړه: "هو، د کندهار ښار نژدې یو څو ځایه بمباري شوې دي. یو موټر په کې ویجاړ شوی او درې تنه طالبان په کې وژل شوي دي. څو ځایه نور همداسې په خالي سیمو بمبارۍ شوي دي. موږ دا غندو د امریکایانو دا اقدام د دوحې له هوکړې څرګنده سرغړونه ده او پر وړاندې به یې دریځ ونیول شي."


په افغانستان کې د پاتې امریکايي ځواکونو کومې سرچینې تر اوسه د دې هوايي بریدونو د وخت او ځای په اړه څه نه دي ویلي.




همدارنګه په دې اړه د افغان حکومت د امنیتي او دفاعي ادارو ویاندویانو هم د ازادي راډیو اړیکو ته ځواب ونه وایه. 


په افغانستان کې امریکايي ځواکونه په داسې یو وخت کې د طالبانو پر مورچلو بریدونه کوي چې له هغو امریکايي سرتیرو چې کابل کې د امریکا د سفارت او د کابل د هوايي ډګر د ساتنې امنیتي مسولیت لري، پرته نژدې ټول امریکايي ځواکونه له افغانستانه وتلي دي.


که څه هم طالبانو د دوحې د تړون له مخې د افغان حکومت سره مخامخ خبرې پیل کړي، خو په دې خبرو کې تر اوسه کوم څرګند پرمختګ نه لیدل کېږي. پرځای یې جګړو زور اخیستی او په وروستیو څو اونیو کې یې یو شمېر لېرې پرتې ولسوالۍ د حکومت له کنټرول ایستلي.


کندهار ولایت چې په سنتي ډول د طالبانو مهم مرکز ګڼل کېږي په دې وروستیو کې یې ښار او ولسوالۍ د حکومتي ځواکونو او طالب وسله والو ترمنځ د درنو جګړو شاهدانې دي.


طالبانو په دې ولایت کې د ښار د ۷مې ناحیې او د سپین بولدک د بندري ښارګوټي په شمول ځیني سیمې نېولي او دغلته یې پر حکومتي ځواکونو فشار زیات کړی دی.


د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې د هغو الوتکو په وسیله چې له افغانستانه بهر دي د امریکايي ځواکونو دا هوايي بریدونه، د طالبانو پرضد په جګړه کې د امریکا د ملاتړ د دوام اراده ښيي.




امریکا د خلیج په هېوادونو کې راز-راز جنګي الوتکې لري چې په افغانستان کې هدفونو ته ځان رسولی شي.


دا له کله چې تېره اوونۍ په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو وروستنی قوماندان جنرال سکاټ مېلر له افغانستانه لاړ، لومړی ځل دی چې په افغانستان کې امریکايي الوتکې عملیات کوي.


اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس وايي، د کربي له څرګندونو وروسته د دفاع وزارت یوه بل چارواکي ورته ویلي چې د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو امریکا د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ لپاره تر څلورو ځلونو زیات هوايي بریدونه کړي دي.


د دغه چارواکي په وینا، لږ تر لږه دوه عملیاته د هغو توپونو او نقلیه وسایلو د ویجاړولو لپاره وشول چې طالبانو له افغان امنیتي ځواکونو څخه نیولي وو.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *