Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

هېواد: افغانستان کې د طالب او ترهګرو په جامه کې جګړو او بريدونو زور اخيستی

مسیر


مسیر ورځپاڼې په افغانستان کې د روانې جګړې په اړه لیکلي چې طالبان پرله‌پسې هڅه کوي چې لا زیاتې سیمې لاندې کړي او حکومت هم د سیمو د بېرته نیولو لپاره هڅې کوي او په ډېرو ولایتونو کې یې سخت هوايي بریدونه او بمبارۍ هم پیل کړې دي.


خو لیکوال پوښتلې چې ولې دواړه لوري خبره د سولې کوي، خو تمرکز یې بیا پر جګړه دی؟ 


د لیکوال په اند دواړه لوري فکر کوي چې لا هم په اوس وخت کې سوله د دوی په ګټه نه‌ده او طالبان فکر کوي چې که اوس سوله کوي، نو اړ دي چې ډېر مسایل ومني، ځکه چې لا هم حکومت شته، جغرافیه لري، له سیمې او نړۍ سره اړیکې او مشروعیت هم لري. 


ورځپاڼې وړاندې لیکلي، طالبان فکر کوي چې دوی باید لا زیاتې سیمې ونیسي، دولت کمزوری کړي او بیا یې مجبور کړي چې د دوی ډېرو شرطونو ته تیار شي.


لیکوال ټینګار کړی چې دواړه لوري باید پوه شي چې د روانې جګړې دوام له یوه اړخه د اسلامي ارزښتونو او د افغانستان د خلکو د ګټو خلاف کار دی، له بله اړخه به هېڅکله کوم لوری د زور له لارې بریالی نه‌شي.



هېواد


هېواد ورځپاڼې لیکلي چې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو له وتو سره سم د دښمنو لورو له‌خوا د افغانستان پر ضد او د افغانستان د ناامنه کولو په هدف د طالب او ترهګرو په جامه کې جګړو او بريدونو زور اخيستی دی. 


لیکوال ادعا کړې چې پاکستان په ټول وس دا جګړه پراخه کړې او غواړي چې اوسنی نظام وپرځوي او بيا په افغانستان کې خپل لاسپوڅی حکومت راولي چې د پاکستان د خوښې پالېسي غوره او د افغانستان د بهرني سياست واک او اختيار يې په لاس کې وي. 


د لیکوال په اند چې ايران او روسيه هم د همدې هدف لپاره په ښکاره د طالبانو او د هغو ترهګريزو ډلو ملاتړ کوي او دا ډلې د خپلو ګټو لپاره په افغانستان کې جنګوي. 


ورځپاڼې ټینګار کړی چې په حقيقت کې د دښمنو لورو دا ناوړه مداخله او د هغوی له‌خوا د ترهګرۍ او اورپکۍ ملاتړ، د سيمې د اتصال، پانګونو، سوداګرۍ او شريکو روا ګټو په وړاندې خنډونه راولاړ کړي دي.



افغانستان


افغانستان ورځپاڼې د طالبانو پر هغو غوښتنو تمرکز کړی چې ویلي، ترڅو چې اشرف غني له واکمنۍ لاس په سر شوی نه‌وي او کابل کې یو نوی حکومت رامنځته شوی نه‌وي، تر هغې په افغانستان کې سوله نه‌شي راتلی. 


خو لیکوال د طالبانو دا څرګندونې سیاسي لوبه بللې او لیکي چې طالبان غواړي په دغه کار سره په حکومت کې ملي اجماع له‌منځه یوسي او په څو برخو ووېشي. 


د لیکوال په وینا چې طالبان او بهرني ملاتړو یې په کراتو هڅه کړې چې د نظام دننه د نفاق په اچولو سره حکومت تر فشار لاندې راولي.


خو لیکوال خلک یووالي او پردیو ګټو او جګړې په وړاندې درېدو ته بللي او ټینګار یې کړی چې له روان وضعیت څخه د وتلو همدا یوازنۍ لار ده.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *