Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د امریکا مرکزي قوماندانۍ پر طالبانو د هوایي حملو د زیاتوالي خبرداری ورکړ

امریکا د راتلونکې اګسټ میاشتې له ۳۱مې وروسته هم پر طالبانو د هوایي حملو خبرداری ورکړی. د اګسټ ۳۱مه له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د بشپړې وتنې وروستۍ نېټه ده.


‎د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال کېنټ مک‌کنزي ویلي چې د هېواد هوایي ځواکونو یې د افغانستان د امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره په دې وروستیو څو ورځو کې د طالبانو څو پوستې هدف ګرځولي او که طالبانو د حملو د زیاتېدو هڅه وکړه، دغه حملې به لا زیاتې کړي.


‎د تېرې اوونۍ په وروستیو کې امریکایي هوايي ځواکونو په کندهار او هلمند کې طالبان په نښه کړل او طالبانو هم په دې حملو کې د خپلو جنګیالیو مرګ‌ژوبله ومنله.


‎جنرال مک‌کنزي د یکشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د زمري ۰۳» په کابل کې خبریالانو ته وویل چې هېواد یې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ خپلې هوایي حملې زیاتې کړې دي: "متحده ایالاتو د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ خپلې هوایي حملې په دې وروستیو ورځو کې زیاتې کړي او موږ چمتو یو چې د دغه ملاتړ کچه د طالبانو د حملو د دوام په صورت کې لا زیاته کړو."




ښاغلي مک‌کنزي ویلي چې د اړتیا په صورت کې به ان د روان کال د اګسټ میاشتې د ۳۱مې نېټې چې له افغانستانه به د بهرنیو ځواکونو وتل بشپړ شي، خپلو هوایي حملو ته دوام ورکړي.


‎جنرال مکنزي ټینګار وکړ چې امریکا به د تسلیهاتي او لوژستیکي همکاریو ترڅنګ د افغان هوایي ځواکونو د پیاوړتیاوو د لوړېدو لپاره هم خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.


‎د امریکایي ځواکونو دغه لوړپوړي چارواکي زیاته کړه: "سختې ورځې مخکې دي، خو داسې لاره هم شته چې دغه جګړه د یوې سیاسي هوکړې په لوري بیولی شي."


‎له دې سره د افغانستان ملي دفاع وزارت د امریکا له دغه اقدامه هرکلی کوي.


‎د دغه وزارت مرستیال ویاند فواد امان په دې اړه ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل: "د افغانستان دفاع وزارت د نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه د امریکا متحده ایالاتو له لوري له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د همکارۍ او ملاتړ او له ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې هرکلی کوي او له شک پرته چې د متحده ایالاتو مرسته او ملاتړ به له ترهګرۍ سره په مبارزه کې ګټوره وي."




طالبانو تازه د جنرال کېنټ مک‌کنزي د څرګندونو په اړه څه نه‌دي ويلي، خو وړاندې یې د امریکایي ځواکونو له لوري په کندهار او هلمند ولایتونو کې د دوی پر پوستو د حملو په غبرګون کې ویلي و چې دغه ‌‌‌‌‌‌ډول حملې د دوحې د سولې تړون خلاف دي.


‎هغه مهال د طالبانو له لوري په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي و چې دغه ‌‌‌‌‌‌ډول حملې به ځان ته پایلې ولري.


‎بل‌خوا چین او پاکستان هوکړه کړې چې د افغانستان په اړه یوه پنځه فقره‌یي کړنلاره تعقیب کړي.


‎د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د شنبې په ورځ په خپل لیدو کتو کې وویل چې په افغانستان کې د جګړې د مخنیوي او سولې د راوستو لپاره په ټوله معنی او ځواک هڅې د پاکستان او چین په لومړیتوبونو کې دي.


‎د بین‌الافغاني مذاکراتو له لارې د سولې د خبرو اترو فعاله رول، له ترهګرۍ سره ګډه مبارزه، د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو له لوري د همغږۍ او همکارۍ ترسره کول او د افغانستان د بیارغونې په برخه کې د امریکا د هغو مسؤلیتونو ادا کول چې د سولې په برخه کې یې لري، د دغې کړنلارې نور ټکي یاد شوي دي.




د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي چې هېواد یې له دغې کړنلارې ملاتړ کوي او د پلي کېدو د څرنګوالي په اړه به ژر یوه پرېکړه وشي.


‎دا موضوع‌ګانې داسې مهال مطرح کېږي چې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم په یوه ټويټ کې د دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې د اړیکو له مسؤل سره د اروپایي هېوادونو د ځینو استازو او په افغانستان کې د اروپایي ټولنې د استازي لیدو کتو ته په اشارې لیکلي چې د بشري حقونو نړیوال بنسټونه دې د کره څېړنو وروسته بې‌پرې او د پېښو په اړه خپل راپورونه خپاره کړي.


‎دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې د بشري حقونو ځینو مدافعینو طالبان د دوی تر ولکې لاندې سیمو کې د بشري حقونو پر سرغړونو تورن کړي وو.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *