Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

یونېسف: افغانستان د ماشومانو لپاره له ننګونو ډک او تر ټولو بد هېواد دی

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) وايي چې دغه هېواد د ماشومانو لپاره له ننګونو ډک ځای دی.


دغه سازمان په خپله یوه تازه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې ماشومان او کورنۍ یې له اساسي حقونو بې‌برخې دي او افغانستان د ماشومانو لپاره تر ټولو بد هېواد دی.


یونېسف ویلي چې ګڼ شمېر ماشومان له خپلو ښوونځيو بې‌ځایه شوي او له روغتیايي خدماتو څخه محروم شوي دي.


د دغې ادارې سیمه‌ییز مسؤل جورج لاریا اجی ویلي که چېرې اوسنی وضعیت روان وي اټکل دا دی چې له پنځه کلنۍ ښکته یو ملیون ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ شي چې دا یو جدې ګواښ دی.


د یادې ادارې د معلوماتو په اساس د دې ترڅنګ په دغه هېواد کې څه باندې څلور ملیونه افغان ماشومان له ښوونځيو محروم دي چې ۲.۲ ملیونه‌یې نجونې دي.


دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې وروستي پرمختګونه او د طالبانو له لوري د دغه هېواد سقوط د هر وګړي په ژوند سیوری غوړولی دی.




۳۵ کلن فرید احمد چې دوه واړه بچي لري له خپل راتلونکي څخه اندېښمن دی.


نوموړي ازادي راډیو ته وویل وروستي بدلون سره‌یې ټولې هیلې خاورې شوې.


نوموړی وایي چې د طالبانو له واکمنېدو سره‌یې دنده له لاسه ورکړه او اوس‌مهال د ژوند د اړتیاوو پوره کولو توان نه‌لري.


دی زیاتوي: "له کله راهیسې چې حکومت بدل شوی، ټوله اندېښنه مې دا ده چې د بچیانو راتلونکی به مې څنګه شي، ما او پلار مې دواړو کار کاوه، خو اوس دواړه بې‌کاره یو او زما ټوله اندېښنه دا ده چې زما د ماشومانو تعلیم او تحصیل به څنګه شي؟"


یونېسف همدارنګه د یو شمېر هېوادونو له‌خوا د بشري مرستو په درېدو هم ټینګار کړی.


ښاغلي جورج لاریا اجی په راپور کې لیکلي: "ایا موږ به کافي سرچینې ولرو چې ښوونځي پرانیستې وساتو او ډاډ ترلاسه کړو چې نجونې او هلکان په خوندي ډول زده‌کړې وکړي؟ ایا موږ کافي سرچینې لرو چې د سلګونه خوارځواکو ماشومانو ژوند وژغورو."




دغې ادارې په خپل راپور کې ویلي، په وروستیو کې یې له ۱۹۲ هېوادونو د مرستې غوښتنه کړې او له مرسته کوونکو ادارو یې غوښتي چې له افغانستان سره بشري مرستې وکړي.


له بلې خوا د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) ویلي چې دا مهال څه باندې ۴۰ سلنه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.


دغه سازمان په ټویټر کې لیکلي "موږ ژمن یو چې پاتې شو او بشري مرستو ته دوام ورکړو".


دغه سازمان د سرپناه برابرولو، لومړنيو اړتیاوو، بېړنیو روغتیایي خدماتو او د محافظت مرستې په برابرولو له زیان منونکو سره مرسته کوي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *