Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

هیل: ایا کېدای شي له دې وروسته په امریکا باور وشي؟

له دوه لسیزو وروسته په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو د پوځي حضور پای ته رسېدل، د نړۍ د ډېری ورځپاڼو سرلیکونه دي.



واشنګټن پوسټ


واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې لیکلي، امریکايي ځواکونه له دوو اوونیو هرج و مرج او له ۲۰ کلونو جګړې وروسته بالاخره له افغانستانه ووتل.


د ورځپاڼې په باور کله چې د دوشنبې د شپې په نیمايي کې  وروستی امریکایي سرتېری له افغانستانه ووت، امریکا داسې یو هېواد شاته پرېښود چې په ظاهري بڼه له تېرو اوونیو سره زیات توپیر لري.


وړاندې په مطلب کې راغلي، نور په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو په ملاتړ دولت نه‌دی موجود، بانکونه او مغازې تړلي، په ټول هېواد کې سخته وېره خپره ده، ځیني خلک له دې امله چې نه‌دي توانېدلي له افغانستانه ووځي نهیلي دي.



هیل


هیل امریکايي ورځپاڼې لیکلي، ایا کېدای شي له دې وروسته په امریکا باور وشي؟


ورځپاڼې وړاندې لیکلي چې په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو پوځي حضور ډېر مهم دی، امریکا باید په افغانستان کې پر ځای پاتې تاوانونه وارزوي.


په مطلب کې راغلي، امریکا په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو د تلفاتو په اړه د فکر کولو ترڅنګ په افغانستان کې د خپلو لګښتونو او همدا شان باید له نړۍ سره په خپلو اړیکو کې د بدلون په اړه هم غور وکړي.


هیل د جرمني د پارلمان د بهرنیو اړیکو د کمېټې د رئیس نوربرت ورتګت په قول لیکلي، له افغانستانه په بېړه د امریکايي ځواکونو وتل د هغه هېواد د اوسني حکومت یوه لویه جدي او پراخه تېروتنه ده.


خو د امریکا ولسمشر جو بایډن په وار وار له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو له پرېکړې دفاع کړې.



انډپنډنټ


د بریتانیا چاپ انډپنډنټ ورځپاڼې لیکلي چې د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي چې د طالبان په اړه به د دوی د کړنو له مخې قضاوت وکړي.


وړاندې په مطلب کې د بایډن له قوله راغلي، هغه څه چې اوس په افغانستان کې رامنځته شوي، د هغې هوکړې پایله ده چې د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالد ټرمپ ادارې او د طالبانو ترمنځ په قطر کې لاسلیک شوه.


خو انډپنډنټ لیکي، بایډن د امریکا ولس ته ویلي چې په امریکا د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې په برید کې ښکېل ځیني تر ټولو خطرناک ترورېستان چې وروسته په ګوانتانامو زندان کې ساتل کېدل دمګړۍ په کابل کې لمونځونه کوي.


په کابل کې د تېرې جمعې لمونځ د خلیل حقاني په امامت ادا شو، ورځپاڼې د امریکا د دولت له لوري د خپرو شویو اطلاعاتو پر اساس لیکلي چې حقاني د القاعده په نیابت کار کړی.


انډپنډنټ ورځپاڼې دا پوښتنه مطرح کړې چې ولې د افغانانو له سلا مشورو یا هم په انتخاباتو کې د خلکو له ګډون پرته، د لیکوال په باور امریکا طالبانو ته د ټول واک د سپارلو په اړه پرېکړه ومنله؟


خو د امریکا ولسمشر جو بایډن کابل ته د طالبانو له ننوتلو وروسته په خپلې لومړۍ وینا کې ویلي چې افغان رهبرانو خپل هېواد پرېښود او امریکايي ځواکونو نه‌شو کولای جګړه وکړي چې په وینا یې افغان ځواکونو جګړې ته تمایل نه‌درلود.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *