بایډین وایي، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د ایستلو مسؤلیت مني
بایډن په واشنګټن کې په یوه ټلوېزیوني وینا کې تېره شپه وویل: "تېره شپه د امریکا متحدوایالاتونو په کابل کې د افغانستان شل کلنه جګړه پای ته ورسوله، د امریکا د تاریخ تر ټولو اوږده جګړه. موږ خوندي ځایونو ته د څه باندې ۱۲۰ زره کسانوپه لېږدولو د هوا له لارې د خلکو د بیولو یوه تر ټولو ستره پروسه بشپړه کړه."
د امریکايي پوځیانو وروستۍ ډله د جمعې په ورځ ناوخته له افغانستانه ووتله.