کابل کې به سبا 'سرای شهزاده' پرانېستل شي
د دغه مارکیټ مرستیال حاجي دادګل ازادي راډیو ته وویل چې تمه ده نن له افغانستان بانک سره یوې پایلې ته ورسېږي.
دغه مارکیټ له تېرو څو اونیو راهیسې تړل شوی چې ګڼې اقتصادي ستونزې رامنځته کړي دي.
که څه هم بانکونو په محدود ډول خپل فعالیت پیل کړی، خو لا هم د بانکونو اکثره څانګې بندې دي او خلک په اوږدو لیکو کې د پېسو اخېستلو لپاره انتظار کوي، خو د افغانستان بانک مسوولین ډاډ ورکړی چې ډېر ژر به وضعیت عادي حالت ته وګرځي.