د ایټالیا بهرنیو چارو وزیر: ښایي د طالبانو حکومت په رسمیت ونهپېژنو
لویګې دي مایو پرون په قطر کې یوې غونډې ته د وېډیو کنفرانس له لارې وویل، پهکار ده چې په افغانستان کې یو ټولشموله حکومت جوړ شي او باید په دې هېواد کې ترهګر پرې نهښودل شي چې ازاد فعالیت وکړي.
ده په افغانستان کې د ایټالیا د سفارت په اړه هم وویل چې ممکن سفارتیې د افغانستان لپاره خپل فعالیت له قطره پیل کړي.