د کډوالۍ او خوړو نړیوال سازمان کابل او غزني کې ۴،۵۰۰ کسانو سره مرسته کړې
دغه سازمان پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د خوراکي او غیر خوراکي موادو دا بېړنۍ مرستې له هغو کسانو سره وشوې چې د جګړو له کبله بېځایه شوې دي.
ای.او. اېم او ډبلیو. اېف. پي د مرستو دا لړۍ وروسته تر دې شروع کړې چې ملګرو ملتونو افغانستان کې د احتمالي بشري ناورین خبرداری ورکړی دی.
ټاکل شوې نن دوشنبه (د وږې په ۲۲مه) ملګري ملتونه په جنوا کې له افغانستان سره د مرستو جلبولو په خاطر یو کنفرانس ترسره کړي.
دې سازمان تر دې وړاندې غوښتنه کړې چې د افغانستان ۴۴۴ ملیونه ډالره کنګل شوې پیسې په استثنایي ډول ازادې شي.