له ازبکستانه د امریکا لهخوا د روزل شویو افغان پیلوټانو د وتلو بهیر پيل شو
نیویارک ټایمز ورځپاڼې ویلي چې دغه پیلوټان او کورنۍ بهیې په لومړي ګام کې په متحده عربي اماراتو کې د امریکا یوې پوځي اډې ته بیول کېږي.
یوه پیلوټ د خپل نوم نهښودلو په شرط روېټرز اژانس ته ویلي چې متحده عربي اماراتو تهیې د بیولو بهیر پرون یکشنبه پیل شوی دی.
والسټریټ ژورنال ورځپاڼې د تېرې شنبې په ورځ وویل چې له ازبکستانه د ۵۸۵ پیلوټانو او د کورنیو د ایستلو لپارهیې یوه موافقه تېره اوونۍ د بایډن د ادارې او د ازبکستان ترمنځ شوې ده.
دغه پیلوټان او کورنۍ یې تېره میاشت چې کله طالبان پر افغانستان واکمن شول، د دې ډلې له وېرې په پوځي الوتکو کې ازبکستان ته تللي دي.