د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنر کابل ته ورسېد
ګراندي په یوه ټویټ کې ویلي چې د دې سفر په ترڅ کې به په افغانستان کې دننه د بېځایه شویو درې نیم ملیونه کسانو د بشري اړتیاوو جاج واخلي او زیاتوي، د ملګرو ملتونو، د غیر دولتي مؤسسو او د نورو بشري چارو د ټولو هغو کارکوونکو ډېر منندوی دی چې په افغانستان کې د بشري اړتیا د پوره کولو لپاره هلې ځلې کوي.
نوموړي د تېرې جمعې په ورځ په ترکیه کې ویلي و چې په افغانستان کې له ملیونونو بېځایه شویو کسانو سره د مرستې لپاره له طالبانو سره خبرې کوي.