ملګري ملتونه د افغانستان لپاره له ۶۰۰ ملیونه ډالره زیاتې مرستې هیله لري
له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو له وتلو او پر کابل د طالبانو له واکمنېدو راهیسې په دې هېواد کې د یوه بشري بحران خبرداری ورکړل شوی دی.
د اګسټ په ۱۵مه واک ته د طالبانو له رسېدو مخکې هم د افغانستان د نفوس نږدې نیمایي برخه یعنې ۱۸ ملیونه وګړو عاجلو بشري مرستو ته اړتیا درلوده.
د ملګرو ملتونو چارواکو او مرستندویه ټولنو خبرداری ورکړی چې په دې هېواد کې وچکالۍ او د نغدو پیسو او خوراکي موادو کمښت مرستو ته د اړو کسانو شمېر لا زیات کړی دی.
په افغانستان کې د لوېدیځ پلوي حکومت له ړنګېدو او د طالبانو د چټکې بریا په نتیجه کې له دې هېواد سره د نړیوالو د ملیاردونو ډالرو د مرستې ناڅاپي بندېدو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پر پروګرامونو فشارونه لا زیات کړي دي.
تمه ده چې په ننني کنفرانس کې به د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش حضوري ګډون وکړي، خو د شااوخوا ۴۰ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران به انلاین وصل شي.
ښاغلي ګوترش ویلي چې دا سازمان د دغو پروګرامونو د تمویل لپاره کافي مالي سرچینې نهلري.
ګوترش د تېرې جمعې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل چې ان دومره پیسې نهلري چې د خپلو کارکوونکو تنخواوې ورکړي.
د افغانستان لپاره د بسپنې راټولولو په ننني کنفرانس کې به د ګوترش په ګډون د دې سازمان جګپوړي چارواکي او د سره صلیب نړیوالې کمېټې رئیس پیټر مورېر او دغهراز د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس په ګډون د لسګونه هېوادونو استازي ګډون وکړي.
دغهراز، د راپورونو له مخې روسیه په پام کې لري چې په نږدې راتلونکي کې افغانستان ته د بشري مرستو د استولو د هڅو په ترڅ کې غذايي مواد او درمل واستوي.
روسي رسنیو د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په حواله دا خبر ورکړی دی.