اسټرالیايي لوبغاړو د افغانستان په اړه د خپل هېواد د پرېکړې دفاع وکړه
د اسټرالیا د کرکټ اداره، کرکټ اسټرالیا وايي، که هغه راپورونه تایید شي چې طالبانو په افغانستان کې د ښځو پر سپورټ بندیز لګولی دی، د نوومبر په ۲۷مه به له افغانستان سره ټېسټ لوبه لغوه کړي.
د افغانستان کرکټ بورډ تېره میاشت وویل چې د ښځو سپورټ ته ژمن دی.
د طالبانو د فرهنګي کمېسیون مرستیال احمد الله وثیق تېره میاشت ازادي راډیو ته ویلي و چې دوی تر اوسه پورې د ښځو د سپورټ په اړه پرېکړه نه ده کړې.