Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

یو شمېر وسله‌والو کابل کې د افغان سېکهانو پر یوې ګوردوارې برید کړی

د افغانستان سېکهان وايي، یو شمېر وسله‌والو د کابل په کارتې پروان کې د دوی پر مذهبي ځای "ګوردوارې" برید کړی او د دوی د مذهبي مراسمو ځای ته‌یې زیان رسولی دی.


دوی وايي، په افغانستان کې له ځینو امنیتي ستونزو سره مخ دي.


د دې مذهبي ځای مسؤل ګورنام وايي، دوی نه‌پوهېږي چې دا برید چا کړی.


په هغه تازه وېډیو کې چې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې ادعا شوې چې یو شمېر وسله‌وال طالبان پر دې ګوردوارې برید کوي، ځیني سېکهان وهي او د دې ځای امنیتي کمرې ماتوي.


طالبان بیا وايي، دا پېښه په جدي ډول څېړي.


دې پېښې افغان سېکهان او هندوان ډېر اندېښمن کړي او وايي، دا پېښه باید په جدي ډول وڅېړل شي.


د دې مذهبي ځای یا ګوردوارې رئیس ګورنام د چهارشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د تلې ۱۴» ازادي راډیو ته وویل، دې پېښې د خپل امنیت په اړه د دوی اندېښنې لا زیاتې کړې دي.




ګورنام زیاتوي: "د سې شنبې په ورځ نږدې درې یا هم درې نیمې بجې ۱۵ تر ۲۰ وسله‌وال دې مذهبي ځای ته ورننوتل او ساتونکي یې وتړل. دوی امنیتي کمرې هم ماتې کړې. دوی نږدې نیم ساعت ګردواره کې وو. تر اوسه د اسلامي امارت امنیتي مسؤلانو موږ ته نه‌دي ویلي چې دوی غله وو، که طالبان."


په ورته وخت کې یو افغان سېکهـ شیمي سېنګهـ چې په هند کې اوسېږي وايي، دوی  د تاوتریخوالي له بېلابېلو ډولونو سره مخ دي او دا وضعیت په یوه ډول د مذهبي ازادۍ پر وړاندې د محدودیت وضع کول دي.


په کابل کې د افغان سېکهانو پر دې مذهبي ځای دا ډول برید د افغانانو ترمنځ په ټولنیزو رسنیو کې هم پراخ غبرګونونه راپورته کړي دي.


هاخوا د طالبانو په مشرۍ حکومت، د رسنیز ټیم غړي بلال کریمي ازادي راډیو ته وویل، د سېکهانو پر مذهبي ځای یا ګوردوارې برید په جدي ډول څېړل کېږي، خو ښاغلي کریمي په دې اړه ډېر جزئیات ورنه‌کړل.


لا دا هم معلومه نه‌ده چې د هندوانو او سېکهانو په دې مهم عبادت‌ځای د دې شوي برید تر شا د چا لاس دی.


افغان هندوانو او سېکهانو تل په افغانستان کې د دوی پر وړاندې د ناوړه چلند او تاوتریخوالي غږ پورته کړی دی.




دوی له دې وړاندې هم ویلي، بشري حقونو ته‌یې هغه ډول چې اړینه ده احترام نه‌کېږي. د دې ترڅنګ د خپلو مذهبي عبادتونو پر ځای کولو کې هم له ډول ډول ستونزو سره مخ  دي.


افغان هندوان او سېکهان په تېره کې د یو شمېر خونړیو بریدونو شاهدان هم دي. په وروستي برید کې چې د ۲۰۲۰ کال د مارچ په ۲۵مه د کابل په زوړ ښار کې د دوی پر مذهبي عبادت‌ځای وشو، د ښځو او ماشومانو په ګډون په‌کې په لسګونه کسان تپیان او ووژل شول.


د  یاد برید مسؤلیت داعش ډلې منلی و.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *