Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

غزني مېشتي ځینې کاریګر: ۲۰کالو کې لومړی ځل دی چې لوږې سره مخ کېږم

په غزني کې هغه کارېګر چې د دوو لاسو په خواریو بوخت دي وايي، که یوې خوا ته ګراني یو په دوه زیاته شوې ده، نو بلې خوا ته کارونه هم په ټپه درېدلي دي. 


دوی وايي، هره ورځ د مزدورانو څلورلاري ته ورځي، خو ډېری وخت خالي لاس بېرته کورونو ته ستنیږي. 


د غزني ښار په فرخي څلور لاري کې کابو یو پنځوس کلن کاریګر د نورو لسګونه کاریګرو ترڅنګ ولاړ اوپه ډاډه زړه خبرې کوي، خو نه غواړي چې نوم یې په راډیو کې واخیستل شي. 




دی وايي، له تېرو شلو کالو څخه دغه چوک ته راځي او روزانه کوي او په وینا یې که څه هم خپله مېنه یې نه ده اباده کړې، خو د نورو د مېنو په ابادولو کې یې توره ږيره سپینه کړه.


نوموړی زیاتوي: "تر اوسه مې تر یوې اندازې د خپلې کورنۍ ساتنه او پالنه ښه کولی شوای، خو تېرو شلو کالو کې دا لومړی ځل دی چې له دومره لوږې او بې کارۍ سره مخ کېږم. خو اوس کارونه نه شته، په یویشت ورځو کې مې درې ورځې کار کړی او هغه پیسې مې هم په نس خوړلې دي. میرمن، څلور لوڼې او درې زامن مې په کلي کې پرې ایښي او راغلی یم چې دلته روزنانه وکړم. خلک پرېشانه دي کاروبار نه شته، کاریګران ټول بې کاره دي، ګراني ډیره ده." 




دا یوازې دغه سپینږیری نه دی چې له ګرانۍ او بې کارۍ سرټکوي، دې څلورلارې کې د کار په موخه لسګونه نور کسان هم ولاړ او ورته شکایت لري. 


دوی وايي، هره ورځ راځي خو ډیری وخت خالي لاس بېرته کورونو ته ستنیږي. 


د غزني د ښار اوسېدونکی ۴۰ کلن عبدالرازق وايي، مېرمنه، درې لوڼې او یو زوی لري او په وینا یې کور یې هم په کرایه نیولی: "پخوا مو دومره څه ګټل چې ګزاره پرې کېده، خو اوس کار نه پیدا کېږي او ګراني هم یو په څلور زیاته شوې ده. دې چوک راغلي یو، څو ورځې کېږي  هېڅ کاروبار نه شته، بې کاره تاویږو راتاویږو، خو بېرته خالي لاس کورونو ته ستنیږو." 


د غزني د ده یک ولسوالۍ ۲۳کلن خان اغا هم د دې کاریګرو له ډلې دی وايي: "که یوې خوا ته زیاته ګراني راغلې، نو بلې خوا ته کارونه په ټپه درېدلي دي، له طالبانو غواړو چې خلکو ته د کار په پیدا کولو کې بېړه وکړي. "


په دې چوک کې په لسګونه کارېګر د کار په تمه ناست وي او د لارې پرسر د خلکو او د موټرو ګڼه ګوڼه هم زیاته وي چې هر موټر لږ سوکه کیږي، ډلې ډلې کاریګر ورځغلي، هر یو د ځان د کار صفت او د تلو سپارښتنه ورته کوي وايي، تر نورو ډېر کار ورته کوي، خو له دغه ځایه ډېر لږ کسان کار ته بېول کېږي. 


هاخوا دغه کارېګر له طالبانو غواړي چې حالت کنټرول کړي، خلکو ته د کار زمینه برابره کړي او د ګرانۍ مخه ونیسي. 


د طالبانو مشران بیا ډیری وخت په خپلو خبرپاڼو، اعلامیو او ویناوو کې د حالاتو د کابو کولو، خلکو ته د کار پیدا کولو او د ګرانۍ د مخې نیولو ژمنې کوي. 

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *