Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

قطر ته د طالبانو تللی پلاوی د کنګل شوېو پیسو پر ازادېدو غږیږي

طالبان دوحې ته د خپل پلاوي سفر مهم او له نړۍ سره د نوېو اړیکو د پیل په برخه کې اغېزمن بولي.


تمه ده د طالبان د قطري چارواکو سربېره، له امریکايي پلاوي سره هم وګوري.


دا واک ته له رسېدو وروسته، د امریکا او طالبانو ترمنځ په لومړي ځل رسمي لیدنه ده چې په یو شمېر مهمو موضوعاتو به په کې بحث وشي.


په پلاوي کې دا کسان شامل دي:



د طالبانو په مشرۍ حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي . د اطلاعاتو او فرهنګ  سرپرست وزیر ملا خیرالله خیرخوا. د استخباراتو سرپرست رئیس ملا عبدالحق وثیق. د کورنیو چارو وزارت مرستیال مولوي نور جلال. شیخ شهاب الدین دلاور . او حاجی محمد ابراهیم. 


په ارګ کې د طالبانو یوه چارواکي الجزیرې ټلوېزیون ته ویلي، د افغانستان د کنګل شوېو پیسو د ازادېدو او د دوی د حکومت په رسمیت پېژندل، د کتنې د اجنډا مهم بحثونه دي.


د طالبانو په مشرۍ حکومت، د فرهنګي کمېسیون مرستیال احمدالله وثیق بیا د دې غونډې موخه، په افغانستان کې د اوسني نظام بقا او له نړۍ سره د ښو اړیکو پیلول بولي.


دی وايي: "د افغانستان د راتلونکي، د ولس د سوکالۍ، په افغانستان کې د اسلامي نظام د بقا، ټیکاو او له نورې نړۍ سره د اړیکو ساتلو لپاره یو ډېر مهم  سفر دی. "  


ښاغلی وثیق زیاتوي، افغانستان د خپلو ګاونډیانو او د امریکا په ګډون له ټولې نړۍ سره ښې اړیکې غواړي او د دې اړیکو جوړېدو لپاره هڅې روانې دي.


د طالبانو د فرهنګي کمېسیون مرستیال هیله ښيي چې دا هڅې پایله ورکړي او د افغانستان په ګټه به تمامې شي.


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم له طالبانو سره د خپل یو پلاوی لیدنه تاییدوي او وايي، دوی د طالبانو په لوړ رتبه چارواکو غږ وکړي چې بشري حقونه مراعت کړي.


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي، دوی غواړي طالبان دې ته را وبولي چې د مېرمنو او نجونو په ګډون د ټولو افغانانو حقونو ته احترام وکړي او یو داسې ټول ګډونه حکومت جوړ کړي چې پراخ ملاتړ ولري.


خو امریکايي چارواکو په دې کتنه کې د طالبانو په رسمیت پېژندو موضوع رد کړې ده.


د امریکايي چارواکو له قوله، له طالبانو سره د دوی د پلاوی د لیدنې یوه مهمه موضوع د بشري مرستو دوام دی.


امریکا په افغانستان د روان بشري وضعیت په اړه اندېښنه لري او له طالبانو غواړي چې مرستندویه سازمانونو ته اجازه ورکړي چې اړمنو خلکو او زیانمنو سیمو ته مرستې ورسوي.




واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، دوی د خپل حکومت لپاره د مشروعیت ډېره هڅه کړې، خو لا یې پایله نه ده ورکړې.


د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندو لپاره نړیوالې ټولنې د بشر حقونو په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو حقونو ته درناوی، د یوه ټول ګډونه حکومت جوړول او له ترهګرو ډلو سره د اړیکو پرې‌کول د شرطونو په توګه مطرح کړي دي.


د دې تر څنګ امریکا د افغانستان ۹،۶ میلیارډ ډالر بانکي ذخېره هم کنګل کړې او د دې پیسو ازادېدل یې د طالبانو په عمل پورې تړلي.


طالبان بیا د اقتصادي فشارونو او له دوی د نړۍ د غوښتنو په اړه وايي، چمتو دي چې ټول‌ګډونه حکومت جوړ کړي، نه انتخابي.


سهیل شاهین چې د طالبانو په مشرۍ حکومت  له‌خوا ملګرو ملتونو ته د استازي په توګه معرفي شوی الجزیزي ټلوېزیون سره یې خپله تازه مرکه کې ویلي، دوی د قومي لږکیو استازي هم کابینه کې ځای کړي او ژر به یو شمېر ښځې هم د  کابینې برخه شي.


خو ښاغلي شاهین دا هم ویلي چې نړیواله ټولنه باید د افغانانو حق او غوښتنو ته درناوی وکړي.


وړاندې طالبانو د کابینې په لوړ چوکیو د ښځو له ګمارنې سره مخالفت کړی او تر خوا یې د ښځو چارو وزارت د امربالمعروف او نهي عن المنکر په ادارې بدل کړی دی.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *