Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

افغانستان کې د رسنیو د فعالیت درېدل؛ د '۳ سپورټ' ټلوېزیون خپل فعالیت بند کړ

د ۳ په نوم د ورزشي خپرونو ټلوېزیونې شبکې له لس کلن فعالت وروسته نن خپلې خپرونې بندې کړې. 


د دغه ټلوېزیون د خپرونو مشر مصطفی هاشمي د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د ځینو محدودیتونو او اقتصادي ستونزو له امله دوی خپلې خپرونې بندې کړې: "د ځینو محدودیتونو او رامنځته شوېو ستونزو له امله د ۳ ورزشي ټلوېزیون مشرانو پرېکړه کړې چې سر له نننه د دغې رسنۍ نشرات بند کړي، اقتصادي ستونزې یې یو کوچنی لامل ګنلی شو، د دې تر څنګ امنیتي ګواښونه او په هېواد کې د ورزشي فعالیتونو کم رنګوالی هم نورې ستونزې دي." 


خو نوموړي دا ونه ویل چې دا بندیزونه څه او د چا له لوري دي؟ 


د ۳ په نوم ورزشي ټلوېزیونی شبکې لس کاله وړاندې په ۱۳۹۰ کال کې په کابل کې خپل فعالیت پیل کړ او په یاده موده کې یې خپلو لیدونکو ته د هېواد او نړۍ په کچه مهمې کورنۍ او بهرنۍ ورزشي لوبې او سپورټي فعالتونو نندارې ته وړاندې کړل. 


ښاغلی هاشمي وایي، د دغې رسنۍ له بندېدو سره د دوی ۳۰ کار کوونکي او ورزشي خبریالان بې کاره کېږي. 




د دغې تصویري رسنۍ مشر د طالبانو په مشرۍ له حکومته په افغاستان کې د رسنیو د کار د ملاتړ غوښتونکی شو. 


له دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي چې پر افغانستان د طالبانو په واکمنۍ سره د بیان ازادي او د رسنیو فعالتونه له ستونزو سره مخ شوي دي. 


په دغه هېواد کې د ځینو رسنیو مشرانو او خبریالانو ویلي، د طالبان د مستقیم او غیر مستقیمو فشارونو له امله سانسور کولو ته اړ شوي دي. 


په افغانستان کې د رسنیو د پروګرامونو او خبرونو سانسورول هغه ستونزو ده چې د دوی فعالیتونه یې د محتوا له اړخه سخت زیانمن کړي دي. 


خو د طالبانو په مشرۍ حکومت د فرهنګي کمېسیون غړي احمدالله وثیق وايي، ډېری رسنۍ د خپلو مالي ملاتړو له لاسه ورکولو له امله له ستونزو سره مخ شوي او دوی د بیان ازادۍ ته ژمن دي.


دی وايي: "اسلامي امارت د بیان ازادۍ ته ژمن دی رسنۍ کولای شي په ازاده توګه خپل فعالیت وکړي، تاسو شاهدان یاست چې کابل کې خیني رسنۍ لا هم فعالیت کوي او هېڅ ګواښ ورته متوجه نه دی، ځینې رسنۍ چې مخکې به د ځینو بنسټونو له لوري تمویلېدلې اوس چۍ هغه تړل شوي دوی هم خپل فعالیت بندوي، موږ د بیان د ازادۍ او د رسنیو له فعالیت نه ملاتړ کوو." 


ازادي راډیو هڅه وکړه، د دغه ټلوېزیوني شبکې د خپرونو د بندېدو په اړه د رسنیو د ملاتړ بنسټونو او د افغانستان د المپیک ملي کمېټې نظر هم ولري، خو دغو ادارو چارواکو یې اړیکې ځواب نه کړې. 


خو تېره اوونۍ د افغانستان د ژورنالېستانو ملي ټولنې د طالبانو له واکمنېدو سره د خبریالانو او رسنیو د فعالیت په اړه یوه نظر پوښتنه خپره کړه. 


د دغې نظر پوښتنې موندنې ښیي چې دا مهال په افغانستان کې یوازې ۳۰ سلنه رسنۍ فعالیت کوي. 


دغې نظر پوښتنه کې راغلي چې ۴۰ سلنه خبریالان له امنیتي ګواښونو او ۶۰ سلنه ښځینه او نارینه خبریالان له اقتصادي ستونزو سره مخ وي دي.      

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *