Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

افغانستان کې اقتصادي بحران ژور دی؛ ملګري ملتونه: نړیوال دې خپلې ژمنې پوره کړي

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري یا (UNHCR) وايي، په افغانستان کې اقتصادي بحران ژور دی چې د میلیونونو کسانو ژوند یې اغېزمن کړی دی.


په اسلام اباد کې د دې ادارې ویاند، بابر بلوچ پرون شنبه رویټرز خبري اژانس ته وویل، افغانستان له وړاندې د وچکالۍ او څو لسیزو جګړو له کبله له بې وزلۍ سره مخامخ دی چې د اګسټ پر پنځلسمه پر افغانستان د طالبانو د ولکې تر ټینګولو وروسته یې اقتصاد د سقوط له خطر سره مخامخ دی.


ښاغلی بلوچ زیاتوي: "په افغانستان کې بشري بحران لا هم ډېر ناوړه دی. افغانستان چې شاا و خوا ۴۰ میلیونه وګړي لري چې لا هم په دغه هېواد کې ژوند کوي او  د دوی نیمايي چې شا او خوا ۲۰ میلیونه کېږي، د اګسټ میاشتې د ۱۵مې له تحولاتو مخکې هم پر بشري ملاتړ متکي وو."


ښاغلي بلوچ زیاته کړه، د پناه غوښتونکو د بل بحران د مخنیوي لپاره دې د افغانستان دننه مسایلو ته تمرکز وشي.




که څه هم تمه کېږي، له افغانستان سره بشري مرستې ترسره شي، خو له دغه هېواد سره د نړیوالې ټولنې زیاتې مرستې بندې شوي دي.


د افغانستان بانک په میلیاردونو ډالره شتمني هم په بهر کې کنګل شوې چې دې مسالې د افغانستان پر بانکي سیسټم او اقتصادي راکړه ورکړه فشارونه زیات کړي دي.


د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ ویاند، بابر بلوچ وايي، اقتصادي ستونزه به د افغان کډوالو د بلې جوپې سبب شي: "زموږ اندېښنه دا ده چې د افغانانو کړاو به لا پسې زیات شي چې دغه هېواد کې دننه به یې اغېزې ژورې وي چې ډېر کسان به وکړوي او بې ځایه به یې کړي، خو  امکان لري نه یوازې ګاونډیو هېوادونو: پاکستان او ایران ته چې له څو لسیزو یې په سخاوتمندانه ډول د پناه غوښتونکو هرکلی کړی، د خلکو د بې ځایه کېدو سبب شي، بلکې تر دې هاخوا به یې هم تاثیرات وي."


د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ ویاند بابر بلوچ وویل، په افغانستان کې د بشري مرستو رسولو لپاره په را روانو میاشتو کې ۶۰۰ میلیون ډالرو ته اړتیا ده چې یوازې ۳۵ فیصده یې مرستندویو هېوادونو ورکړې ده.


تېره میاشت مرستندویو هېوادونو د جنیوا په کنفرانس کې چې د ملګرو ملتونو له خوا رابلل شوی و، له افغانستان سره د څه باندې یو میلیارد ډالرو مالي مرستې ژمنه وکړه.


ښاغلي بلوچ وویل چې دغه ژمنې لا هم عملي شوي نه دي، د ده په وینا د افغانانو د ملاتړ په خاطر باید دا پیسې له ژمنې سره سمې ورکړل شي.


په اسلام اباد کې د (UNHCR) ویاند وویل، پر افغانستان د طالبانو د ولکې له ټینګولو وروسته نوې ستونزې ټوکېدلي دي.


دی وایي، افغانستان ته د سوداګرۍ پروازونو د کموالي له کبله باید بشري مرستې په ځانګړو الوتکو کې یا هم د ځمکې له لارې افغانستان ته ورسول شي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *