Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

افغانستان کې وچکالۍ ځپلو ته د 'مرستو بهیر' بیا پیل شو

طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت، په ولایتونو کې وچکالۍ ځپلو ته د مرستو د بهیر د بیا پیل خبر ورکوي.


د دغه وزارت د بېړنیو حالاتو رئیس احمد نافع ازادي راډیو ته وویل، په دغو مرستو کې خوراکي او غیر خوراکي توکي شامل دي.


دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د یو شمېر ولایتونو اوسېدونکي وايي، وچکالۍ د دوی کښتونه ځپلي او یو شمېر هم د خپلو مېنو پرېښودلو ته اړ شوي دي.


د بادغیس ولایت اوسېدونکی داوود وايي، د وچکالۍ او اقتصادي ستونزو له امله‌یې، خپل کور کلی پرېښی او اوس د هرات ولایت د بې‌ځایه شویو په یو کمپ کې اوسېږي.


نوموړي ازادي راډیو ته وویل، وچکالۍ دوی سخت ځپلي دي: "زه اوس د هرات ولایت په کرخ ولسوالۍ کې اوسېږم او د وچکالۍ له امله مې خپل کور کلی پرېښی دی، دلته هم خلک له لوږې او بې‌وزلۍ سره مخ دي. دلته هم ښه وضعیت نه‌لرو. موږ څه وکړو، بل کوم هېواد ته هم د تګ وس نه‌لرو."




وچکالۍ په یو شمېر نورو ولایتونو کې د کروندګرو کروندې هم اغېزمنې کړې دي.


د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ یو قومي مشر ازادي راډیو ته وویل چې کروندګرو د وچکالۍ له امله ښه حاصل وانه‌خیست.


دی زیاتوي: "سږ کال غنمو حاصل ونه‌کړ، خلک خوراکي مواد نه‌لري، مالداران هم په ژوند کې له ستونزو سره مخ دي، واوره او باران نه‌شته، وچکالي ده او خلک ډېر خپه دي."


وچکالۍ ځپلي د طالبانو په مشرۍ حکومت او له مرستندویه مؤسسو غواړي چې ستونزې یې ورهوارې کړي.


طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت د افغانستان وچکالي د نړۍ له اقلیمي بدلون څخه اغېزمنه بولي او اغېزمنو ته د مرستو د رسولو خبره کوي.


د دغه وزارت مسؤلانو ازادي راډیو ته وویل چې د غور، بادغیس، فاریاب، سرپل، فراه او جوزجان ولایتونه د اغېزمنو ولایتونو په لومړۍ ډله کې دي او نور ولایتونه په دوهمه ډله کې.


د دغه وزارت د بېړنیو حالاتو رئیس احمد نافع وايي: "له نېکه مرغه وروسته له هغې چې وړاندوینه وشوه، والیانو سره په همغږۍ د مرستندویو هېوادونو له‌خوا مرسته شوي توکي ذخیرو ته ولېږدول شول، اوس‌یې د وېش بهیر روان دی، په ځانګړي ډول کروندګرو ته."




ښاغلي نافع وویل، په افغانستان کې د نظام په بدلون سره دا بهیر په ټپه ولاړ و چې اوس بیا بیل شوی دی.


نوموړي دا هم وویل چې مرستندویه بنسټونو سره د مرستو رسولو په تړاو خبرې روانې دي.


دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې ویلي، نړیوالو چې د مرستو کومه ژمنه افغانستان سره کړې باید ژر تر ژره‌یې برابره کړي.


وال ستریټ ژورنال هم په یو راپور کې لیکلي چې د افغانستان له ۳۴ ولایتونو ۲۵یې وچکالیو ځپلي چې په دې سره د ۱۴ ملیونه وګړو ژوند اغېزمن شوی دی.


دغه ورځپاڼې د ملګرو ملتونو سازمان د خوړو او کرنې رئیس ریچارد تریچارد په حواله ویلي، دا په تېرو ۳۵ کلونو کې تر ټولو سخته وچکالي ده چې افغانستان‌یې تجربه کوي.


نوموړي ویلي، وچکالۍ د کروندګرو ژوند هم له دېرو ستونزو سره مخ کړی دی.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *