Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

کانګرس: له افغانستانه د وتو په اړه مسؤلیت نه‌منلو د نتیجې معلومول ستونزمن کړي

له افغانستانه په بېړه د امریکايي عسکرو وتل چې په دغه هېواد کې د دوی د ملاتړي نظام د سقوط لامل شو، د متحده ایالاتو په کانګرس کې د بحث له مهمو موضوعاتو یوه ده.


د امریکا قانون جوړوونکي وايي، له افغانستانه د امریکا د وتو په اړه د نتیجې معلومول ځکه ستونزمن شوي چې د دفاع او بهرنیو چارو وزارتونه مسؤلیت نه‌مني. 


"دَ هیل" امریکايي ورځپاڼې د کانګرس د ځینو غړو له قوله راپور ورکړی چې د افغانستان په اړه د کانګرس سره وروستیو غونډو کې د دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو لوړپوړو چارواکو پړه پر یوه او بل اچولې چې دې موضوع حقایقو او په بېړه له افغانستانه د وتو په اړه یوې پایلې ته رسېدل ستونزمن او د کانګرس غړي نهیلي کړي دي.


کانګرس د سپیناوي لپاره وروستیو کې څو ځله د دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو لوړپوړي چارواکي ورغوښتي.


خو کانګرس لا هم په هڅه کې دی چې ملامت او سلامت معلوم کړي.


د دې کار لپاره سناتور جاش هاولي او سناتور ریک سکات له دواړو مجلسونو د قانون جوړوونکو د ټاکنیزې کمېټې د جوړېدو لپاره یوه غوښتنه وړاندې کړې.


ښاغلی هاولي وايي، د دې کمېټې غړي باید وڅېړي چې د جمهور رئیس بایډن حکومت په هدفمند ډول څه ډول له افغانستانه د وتو حقایق پټ ساتلي دي.




له دې وړاندې هم د امریکا د استازو جرګې یوې ۳۰ کسیزې ډلې چې ټول غړي یې جمهوري غوښتونکي وو، یوه مسوده وړاندې کړه چې په‌کې یې د جمهور رئیس بایډن له حکومت له افغانستانه د وتو په اړه ټول معلومات غوښتي وو.


په ورته وخت کې د پخواني جمهور رئیس بارک اوباما د واکمنۍ پر مهال د امریکا د دفاع وزیر رابرټ ګېتس د سي‌بي‌اېس ټلوېزیون په ۶۰ دقیقې خپرونه کې مخکېنی جمهور رئیس ډونالد ټرمپ او جمهور رئیس جو بایډن له افغانستانه په بېړه د امریکايي عسکرو د وتو مسؤلان بللي.


ګېټس زیاتوي: "هغه مهال چې جمهور رئیس بایډن د وتو مهالوېش تأیید کړ، فکر کوم هماغه وخت باید دوی د خلکو په ویستو پیل کړی وای. دا به ډېر ساده‌توب وي. فکر مه‌کوئ چې د وتو وروسته به هر څه جوړ شي."




له افغانستانه د امریکايي عسکرو ویستل تر ډېره سیاسیونو غیر مسؤلانه بللي، خو امریکا په ټینګار ویلي چې په دې هېواد کې خپل هدف ته رسېدلي دي.


د امریکا په سنا کې یوه بله پرېکړه چې ۳۰ سناتوران‌یې ملاتړي دي دا ده چې متحده ایالات مجبوروي له افغانستانه د هغو افغانانو د ویستو لپاره چې له امریکا سره‌یې کار کړی، یوه ډله وګماري.


خو له دې ټولو سره سره، سپینې ماڼۍ او د بهرنیو چارو وزارت په ځلونو ویلي، دوی له افغانستانه د امریکايي متحدانو او د هغو افغانانو ویستو ته ژمن دي چې ژوند ته‌یې ګواښ پېښ دی.


په همدې تړاو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، د افغانستان په تړاو یې د قطر د بهرنیو چارو وزیر سره ژورې خبرې کړي.


ښاغلي بلېنکن زیاته کړې، دوی د قطر له ګډون او د دوه اړخیزه قوي ملاتړ هرکلی کوي.




قطر له ۲۰۱۹م کال راهیسې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو کوربه و او تر خوا یې له افغانستانه د امریکايي عسکرو او د دوی همکارانو په ویستو کې هر اړخیزه همکاري کړې ده.


له افغانستانه په بېړه د امریکايي عسکرو وتو د مخکېني جمهوري نظام د سقوط ترڅنګ په دې هېواد کې د بې‌وزلۍ او اقتصادي پرځېدو ته لاره پرانیسته او ورځ تر بلې دا ګواښ ډېرېږي.


د دې ترڅنګ د بې‌کارۍ ګراف پورته تللی، د خوراکي او نورو لومړنیو توکو بیې هم د تېر په پرتله خورا لوړې شوې دي او زرګونه هغه دولتي کارکوونکي چې وړاندې یې دنده درلوده اوس ‌بې‌کاره شوي او یا هم کار لري، خو لا یې امتیازات نه‌دي ورکړل شوي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *