Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د روغتیا نړیوال سازمان یو وار بیا په افغانستان کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیلوي

د روغتیا نړیوال سازمان راتلونکې میاشت وروسته له درېیو کلونو یو وار بیا په ټول افغانستان کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیلوي.


دا کمپاین به د نومبر په ۸مه پیل شي او هغه ۳،۳ ملیون ماشومان به هم واکسین شي چې وړاندې ترې محروم وو.


دا په تېرو ۳ کلونو کې لومړی ځل دی چې په ټول افغانستان کې له ۵ کلونو کم‌ عمره ماشومانو ته په ټولیز شکل د ګوزڼ ضد واکسین ورکول کېږي.


د روغتیا نړیوال سازمان په دې اړه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، دې کمپاین کې به هغه ۳،۳ میلیون ماشومان هم واکسین شي چې تېر کلونه د بېلابېلو لاملونو له امله ترې محروم وو.


له دې وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان او د مخکېني حکومت چارواکو طالبان تورن کړي و چې ګنې په یو شمېر سیمو کې یې ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین د ورکړې مخه نیولې، خو طالبانو دا تورونه رد کړي او له تازه هوکړې هرکلی کوي.


په افغانستان کې کور په کور ماشومانو ته د پولیو د واکسین کمپاین هغه مهال له ستونزو سره مخ شو چې په ننګرهار کې د روان کال د جون په ۱۵مه، په یوه ورځ ۵ واکسیناتوران ووژل شول او ۴ نور ټپیان شول.




خو په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازی داپنګ لو یو د دې کمپاین نوی پیل مهم ګام بولي او وايي، د پولیو واکسین باید لومړیتوب وي.


د افغانستان عامې روغتیا وزارت د کتلوي معافیت مسؤل ګلا‌خان ایوب هم د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین لپاره د بشپړ چمتووالي خبره کوي.


ګلا خان وایي: "په دې کمپاین کې به موږ هغو ماشومانو ته چې کلونه کلونه د پولیو له واکسینه بې‌برخې وو، د واکسین څاڅکي ورسوو. د اسلامي امارت چارواکو هم د دې کمپاین ملاتړ کړی دی."


د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پر بنسټ، تمه ده په دې کمپاین کې نږدې ۱۰ ملیونه ماشومانو ته د پولیو دوه څاڅکي واکسین ورکړل شي.


د روغتیا نړیوال سازمان اوسنی وخت په افغانستان کې د پولیو ناروغۍ د پای ته رسولو لپاره غوره فرصت بولي او زیاتوي، د ګوزڼ ضد واکسین دوهم کمپاین به هم په ډسمبر میاشت کې پیل شي.


د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق یا یونېسف د پولیو پروګرام د اړیکو مسؤل کمال شاه سید ازادي راډیو ته وویل، ټوله هڅه به دا وي چې له ۵ کلونو کم‌ عمره هر ماشوم واکسین شي.


سید زیاتوي: "دا ځل ښه زمینه مساعده او په افغانستان کې کوم ډول ستونزه نه‌لیدل کېږي. ټوله هڅه به دا وي چې تر وروستي ماشومه ځان ورسوو."




د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو پر بنسټ، تېر کال په افغانستان کې په پولیو د اخته ماشومانو شمېر ۵۶ ته رسېده، خو سږ کال یوازې د یوې بلې پېښې د ثبت خبر ورکړل شوی.


د ملګرو ملتونو سازمان که له یوې خوا په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ واکسین پیل یو ښه خبر یادوي، خو په ورته وخت کې په دغه هېواد کې خوارځواکۍ سره د ماشومانو د مخ کېدو په اړه خواشینی دی.


یونېسف یا د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق اټکل کوي چې د ۲۰۲۱م کال تر پایه به ۳،۲ ملیونه هغه ماشومان چې عمرونه‌یې له ۵ کلونو کم دي، له سختي خوارځواکۍ سره مخ شي، هغه چې په بېړني ډول‌یې درملنه ستونزمنه ده.


یونېسف دا وضعیت ناورین بولي او له نړیوالې ټولنې غواړي چې ژر تر ژره‌یې د مخنیوي لپاره لاس په کار شي.


یونېسف افغانستان د ماشومانو د بد وضعیت له امله خطر سره مخ هېواد بولي او زیاتوي، نا امني په خپل ځای، خو افغان ماشومان داسې سیمو کې ژوند کوي چې وچکالۍ سره مخ دي، دوی ژغورونکو واکسینونو ته لاسرسی نه‌لري، روغتیايي سیستم د پاشل کېدو په حال کې دی او روغتیايي مرستې د پام وړ کمې شوې دي.




د یونېسف له قوله، همد اوس په ډېر شمېر ماشومان خوارځواکۍ سره مخ دي چې تر روغتون‌یې رسولي او دومره کمزوري شوي چې ان خپلې ګوتې نه‌شي ښورولی.


د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق پر نړیوالې ټولنې د ژر تر ژره مرستو غږ کوي او له دوی غواړي چې ډاډه شي، څو په افغانستان کې د ماشومانو پر وړاندې شته ګواښونه پای ته ورسېږي.


د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت معین اوونۍ وړاندې ازادي راډیو سره خبرو کې منلې وه چې روغتیايي سیستم له بد وضعیت سره مخ دی، خو د دې ټولو پړه‌یې پر هغو بنسټونو اچولې وه چې له دوی سره‌یې خپلې مرستې بندې کړې وې.


خو د طالبانو حکومت دا ډاډ هم ورکوي چې د ملګرو ملتونو په ګډون ګڼو مرستندویه سازمانونو په روغتیايي برخه کې د پراخو مرستو ژمنه کړې چې په رارسېدو سره به‌یې تر ډېره حالت بېرته عادي شي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *