لا معلومه نه ده چې د سپین بولدک-چمن لاره ولې بېرته بنده شوه؟
دا لار د یکشنبې په ورځ پرانیستل شوه او ژمنه وشوه چې بیا به نه بندېږي.
په وروستیو کې پاکستان د تورخم او سپین بولدک – چمن لارې د مسافرو او باري موټرو پرمخ د څو اوونیو لپاره وتړلې، خو د تورخم دروازه یې تېره چهارشنبه کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي له سفر سره هم مهاله پرانیسته.
افغان سوداګر او باغداران وايي چې د پاکستان له لوري د لارو د بندېدو له کبله یې د میلیونونو ډالرو تاوان کړی دی.
څرګنده نه ده چې د سپین بولدک لاره پرون ولې بېرته بنده شوه؟