قطر کې به د چین د بهرنیو چارو وزیر له طالب پلاوي سره ګوري
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وینیین پرون دوشنبه وویل، هېواد به یې په سختو شرایطو کې له افغانستان او افغانانو سره ودرېږي: "د قطر د بهرنیو چارو وزیر او د صدراعظم د مرستیال شېخ محمد بن عبدالرحمان الثاني په بلنه، د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي به د اکتوبر په ۲۵مه او ۲۶ مه نېټه د دوه ورځني سفر لپاره په دوحه کې وي. د دې سفر په لړ کې به وانګ يي د طالبانو د سرپرست حکومت له یوه پلاوي سره هم وویني."
د طالبانو د ريیس الوزرا مرستیال ملاعبدالغني برادر په قطر کې دی او ښايي نوموړی د چین له بهرنیو چارو وزیر سره نن وویني.