کارګران:که د کارکوونکو معاشونه ورنه کړل شي ناورين راتلونکی دی
د دې ټولنې مشر معروف قادري نن سې شنبه (د لړم ۴مه) ازادي راډيو ته وويل، د دولتي ادارو ډېری کارګران له تېرو ۴ مياشتو راهيسې معاشونه نه دي اخيستي او دا د اندیښنې وړ ده.
ښاغلي قادري وايي، د سړې هوا په را رسېدو سره د خوراکي توکې بيې لوړې شوي او دولتي کارګران له بد اقتصادي وضعيت سره مخ دي.
د ده په خبره، که د دې مسالې د حل لپاره اقدام ونه شي انساني ناورين به رامنځته شي، خو د ماليې وزارت چارواکي وايي، دوی په داسې يوې طرحې کار کوي چې له مخې به يې په نږدې راتلونکې کې د ټولو دولتي کار کوونکو معاشونه ورکړل شي.