مالي: د ایران د اټمي تړون د بیا احیا کېدو په اړه خبرې حساس پړاو کې دي
راب مالي خبرداری ورکړی چې ممکن ایران د نړۍ له قدرتونو سره د دغه تړون پرسر خبرې د یوه تاکتیک په چوکاټ کې ځکه ځنډوي چې اټمي پروګرام ته پراختیا ورکړي.
راب دا څرګندونې داسې مهال کوي چې ټاکل شوې همدې اوونۍ کې د اروپایي ټولنې یو لوړپوړی ډپلومات په بروکسل کې د ایران د اټمي تړون له مرکچي سره په همدې تړاو خبرې وکړي.
په ویانا کې د ایران د اټمي تړون د بیا ژوندي کېدو پر سر خبرې له شپږو پړاونو وروسته بېرته دریدلي دي.
د ایران لپاره د امریکا ځانګړی استازی وایي، په دې اړه به د خبرو لپاره تل ایران ته لاره نه وي خلاصه.