Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د افغانستان د وضعیت په اړه د نړیوالې ټولنې پر چوپتیا د ځینو افغان مېرمنو اعتراض

یو شمېر افغان مېرمنو د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو سازمان، نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو بنسټونو د چوپتیا پر ضد خپل د اعتراض غږ پورته کړ.


دا اعتراض چې د افغانستان د خود جوشه مېرمنو په نوم و، د شااوخوا ۳۰ ښځو په ګډون د سې شنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د لړم ۰۴» په کابل کې د یوناما دفتر مخ ته ترسره شو.


دوی په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د ځانګړې استازې دیبورا لاینز د لیدو غوښتونکې شوې او او ویې‌ویل چې د افغان مېرمنو غوښتنو ته باید پام وشي.


خو طالبانو یې د دغه اعتراض د دوام مخه ونیوله.


یوې لاریون کوونکې وحیدې امیري وویل، طالبانو د دې ترڅنګ چې ښځو ته د اعتراض اجازه ورنه‌کړه خبریالان‌یې هم د وېډیو او مرکو اخیستو ته پرې نه‌ښودل.




وحیده امیري زیاتوي: "له خبریالانو سره‌یې ډېر جدي چلند کاوه او هغوی ته‌یې د وېډیو او غږ اخیستلو اجازه ورنه‌کړه، پر موږ یې ډېر فشار راووړ او اجازه‌یې رانه‌کړه چې دوام ورکړو، د دې ترڅنګ موږ خپل لیک او شعارونه له هغوی سره شریک کړل او غوښتل مو ووایو چې ملګرو ملتونو سازمان او نړیواله ټولنه ولې چپ پاتې ده."


د دغو اعتراضونو یوه بله ګډونواله شیبا رؤفي وایي، د دوی د دغې کړنې هدف د هېواد په سیاسي، اقتصادي او فرهنګي برخو کې د ښځو ګډون دی.


دا وايي: "زموږ د اعتراض هدف دا و چې د ملګرو ملتونو سازمان افغان مېرمنو ته پام او له هغوی ملاتړ وکړي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې له هغو مېرمنو سره لیدلي چې هویت‌یې مشخص نه‌دی او یوازې غواړي بهر ته د پناه غوښتنه وکړي، خو موږ غواړو خپل هېواد کې پاتې شو او په ټولو سیاسي، فرهنګي او اقتصادي برخو کې ونډه ولرو."


د یادونې ده چې له دې وړاندې د ملګرو ملتونو سازمان او نړیوالې ټولنې د طالبانو د رسميت پېژندلو او د دغه سازمان له تور لېست نه د دوی د ځینو غړو د نومونو د لیرې کولو لپاره څو شرطونه ایښي چې کار او تعلیم ته د ښځو او ماشومانو اجازه ورکول او د بشري حقونو مراعت کول په‌کې شامل دي.


خو د طالبانو د حکومت چارواکي وایي، له اعتراضیه غونډو او لاریونونو مخکې باید د دوی فرهنګي مسؤلینو سره همغږي وشي چې په سوله‌ییز ډول او له تاوتریخوالي پرته ترسره شي.




د طالبانو حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي په دې اړه ازادي راډیو سره په خبرو کې د سې شنبې د ورځې د اعتراضونو د مخنیوي په اړه وویل، ښځې په لاریونونو کې د طالبانو پر وړاندې خپلې شخصي عقدې ښيي.


ښاغلي کریمي وویل: "هغه ښځې چې غږ پورته کوي باید ونه‌وایي چې طالبانو باندې باید بندیزونه ولګول شي او یا هم په رسمیت ونه‌پېژندل شي، دوی باید داسې کار وکړي چې خلکو ته ګټه ورسوي، نه هغه دا چې له طالبانو سره عقدې وپالي."


دا شپږم ځل دی چې په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، ښځې پر دوی د بندیزونو او هغه څه چې دوی یې بې‌عدالتي بولي د طالبانو پر ضد په لاریونونو او اعتراضیه غونډو کې غږ پورته کوي، خو هر ځل د طالبانو له تند غبرګون سره مخ شوي او خپل اعتراضونه‌یې پای ته رسولي دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *