Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

تهران سبا د افغانستان په اړه د ګاونډیانو په ګډون د یوې غونډې کوربه دی

تمه ده د چهارشنبې په ورځ تهران کې د افغانستان شپږ ګاونډیان په حضوري او انلاین ډول د دې هېواد د وضعیت په اړه خبرې وکړي.


که څه هم د غونډې کوربه ایران دی، خو مشري یې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي کوي او د ایران جمهور رئیس به‌یې لومړی وینا‌وال وي.


د تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران په حضوري او د روسیې او چین د بهرنیو چارو وزیران به په انلاین ډول د دې غونډې ګډونوال وي.


د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب‌زاده دوشنبه رسنیو ته وویل، دې غونډې ته به د ملګرو ملتونو سرمنشي هم خپل پیغام ولري.


د یوه ټول‌ګډونه حکومت جوړېدل، کډوالي، اقتصادي ثبات او سیمه‌ییز امنیت د دې غونډې د بحث مهم موضوعات یاد شوي.


ښاغلی خطیب‌زاده زیاتوي، پر افغانستان واکمن چارواکي باید هغه غوښتنو ته پام وکړي چې افغانان‌‍یې د یوه ‌ټول‌ګډونه حکومت د جوړېدو او د ستونزو د اواري لپاره مطرح کوي.




خو په دې غونډه کې د طالبانو حکومت ته د ګډون بلنه نه‌ده ورکړل شوې.


د طالبانود حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال او ویاند ذبیح‌االله مجاهد ازادي راډیو ته وویل: "د ایران غونډه د افغانستان د ګاونډیانو ناسته ده، موږ ته په‌کې د ګډون بلنه نه‌ده راکړل شوې او د افغانستان ګاونډیان به په‌کې ګډون ولري."


خو ښاغلي مجاهد په دې غونډه کې د بحث کېدونکو موضوعاتو په اړه غبرګون ونه‌ښود.


د طالبانو حکومت له دې وړاندې ویلي، له هر هغه اقدام هرکلی کوي چې د افغانستان له ثبات سره مرسته وکړي، خو زیاتوي په خپلو کورنیو مسایلو کې به نورو ته د لاسوهنې اجازه ورنه‌کړي.


خو د دې غونډې له پیل وړاندې د طالبانو د رئیس‌الوزار مرستیال عبدالغني برادر او د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ يي سره چې د تهران د غونډې مشري کوي، د قطر پلازمېنې دوحه کې کتلي.


طالب چارواکي وايي، کتنه کې د دوه اړخیزو اړیکو او سوداګرۍ په پراختیا، اقتصاد او په امنیتي مسایلو خبرې شوي.


د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال او د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، افغانستان او چین هوکړه کړې چې د خپلمنځي او سوداګریزو اړیکو پراختیا، اقتصادي او ښوونیزو برخو کې کاري کمېټې جوړې کړي، څو یوې پایلې ته ورسېږي.




د طالبانو حکومت په سیمه کې د یوه پیاوړي ملګري په لټه کې دی، څو هغه اقتصادي تشه پرې ډکه کړي چې د امریکا له وتو وروسته په افغانستان کې جوړه شوې ده.


خو له سیاسي دریځه ښکاري چې طالبانو لا هم د ګاونډیانو او د سیمې هېوادونو بشپړ ملاتړ او باور نه‌دی خپل کړی، د دې کار ښه بېلګه د دوی په نشتوالي کې د تهران او په راتلونکي کې په هند کې جوړېدونکې غونډې دي.


یو شمېر عام افغانان وايي، ګاونډیان او نړۍ د افغانستان په اړه جوړېدونکې غونډې د ځان په ګټه جوړوي او افغانستان ترې سود نه‌شي وړی.


د کابل اوسېدونکی روح‌الله تلاش وايي: "دا غونډې یوازې د ګاونډیانو د ګټې لپاره دي. دوی په افغانستان کې خپل اهداف لري او د همدې اهدافو د ترلاسه کولو لپاره دا ډول غونډې کوي."


خو د هلمند اوسېدونکی شېردل بیا د سیمې له هېوادونو غواړي چې د افغانستان اقتصادي او ټولنیز وضعیت ته په کتو له دې هېواد سره د اړیکو په ښه کېدو فکر وکړي: "د افغانستان خلک بې‌وزلۍ سره مخ دي، د دوی لاسنیوی دې وشي. دا د ټول مظلوم ملت غږ دی چې په داسې غونډو کې دې د افغانستان سره د مرستو لپاره ځانګړې توجه وشي."


د ایران له غونډې وروسته، تمه ده په نومبر میاشت کې په هندوستان کې هم د افغانستان د ګاونډیانو د شپږو هېوادونو د ملي امنیت سلاکاران په یوې غونډه کې سره راټول راشي.


په دې غونډه کې هم د افغانستان وروستی وضعیت تر بحث لاندې نیول کېږي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *