Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

کابل ښاریان: ښاري ملي بسونه درېدلي، فعالیت دې یې بیا پیل شي

کابل، هغه ښار چې په تېرو شلو کلونو کې يې د ښاري ټرانسپورټ ستونزه حل نه شوه، خو د دې ښار اوسېدونکو په دې برخه کې له ستونزو سره-سره له ملي بسونو استفاده کوله چې واک ته د طالبان تر رسیدلو وروسته یې فعالیت په ټپه دریدلی دی.


اوس د کابل ښار اوسېدونکي له طالبانو غواړي چې دغه ملي بسونه بیا ځلي خپل فعالیت پیل کړي.


د کابل ښار اوسېدونکی فردوس چې د میاشتې پنځه زره افغانۍ ګټونکی دی وايي، مخکې به يې د تګ راتګ په هدف له ښاري بسونو استفاده کوله: "په کابل ښار کې د ملي بسونو فعالیت ډېر ښه وو، سهار او ماښام به په همدې بسونو کې کور او دفتر ته د لس افغانیو په بدل کې رسېدو، خو اوس د ښار په بېلابېلو لارو شخصي موتر چلیږي چې کرایه يې ان پنځوس افغانیو ته لوړه کړې او خلک يې د ورکولو توان نه لري."


د کابل ښار اوسېدونکی مسعوده وايي، خراب اقتصادي حالت او بې روزګاري لامل شوې چې ډېری خلک د لوړو کرایو له امله له کوره ونه وځي: "موږ غواړو چې د ښاري بسونو فعالیت بیا پیل شي چې خلک ترې ګټه واخلي ځکه موږ د ټکسي موټرو د لوړو کرایو د ورکړې توان نه لرو."


مجید په کابل ښار کې د دولتي ملي بس چلونکی و، خو له تېرو شپږو میاشتو راهیسې د زرګونه نورو دولتي مامورینو په شان بې روزګاره دی: "ما له تېرو څو کلونو راپه دیخوا دولتي ملي بس چلاوه، زیات وخت به مو د ښوونځیو له زده کوونکو، محصلینو او بې وزله ښاریانو نه کرایه هم نه اخیسته که عواید به نه پوره کېدل، حکومت به سب سایډي ورکوله او ستونزه به حل کېده."


هند، ایران، جاپان او یو شمېر نور هغه هېوادونه وو چې له تېر حکومت سره يې د ښاري بسونو مرسته کړې وه او دا بسونه د ښار د بېلابېلو مسیرونو په واټونو چلېدل.


د کابل ښاروالۍ مسولین وايي، د هغه بسونو د بیا فعالېدو په اړه بحثونه پیل شوي چې د محمد اشرف غني په مشرۍ د تېر حکومت د کابل ښاروالۍ مسولینو د ښار په شپاړلسو بېلابېلو لارو د تګ راتګ لپاره ګومارلي وو.


د کابل ښاروالۍ د نشراتو مسول نعمت الله بارکزي ازادي راډيو ته وویل: "د ښاري بسونو د بیا ځلي فعالیت په اړه بحثونه روان دي، د کابل ښاروالۍ د مشرتابه په جلسو کې د دې بسونو د بیا ځلي فعالیت د څرنګوالي په اړه پرېکړه کیږي."




په ورته وخت کې د افغانستان د ترافیک پولیسو عمومي رییس وايي، د ښاري بسونو بیا ځلي فعالیت، د ښاري ګڼې ګوڼې د مخنیوي په برخه کې مهم اقدام دی.


نور الله مراد ازادي راډيو ته وویل چې اوس هم د ښار په یو شمېر لارو د دې بسونو فعالیت پیل شوی دی: "د یو شمېر سیمو په ځانګړي ډول دشت برچي او احمد شاه بابا مېنو پر استقامت بسونه فعال شوي دي، خو ډېر ښه نه دي، موږ هیله لرو چې کابل ښارواالۍ او د ټرانسپورټ وزارت به د ترافیکو له عمومي ریاست سره په ګډه دا ستونزه ژر حل کړي."


د ټرافیکو عمومي ریاست، کابل ښاروالۍ او ماليې وزارت په کابل په ښار کې د ښاري دولتي ملي بسونو د فعالیت د درېدو د لامل په اړه څه ونه ویل او په دې هم ونه توانېدو چې د ملي بس تصدۍ ریاست د مسولینو نظر واخلو.


اوس مهال د کابل په ښار کې د ښاري دولتي ملي بسونو په نه موجودیت کې د ښار په بېلابېلو لارو شخصي ټرانسپورټ فعالیت کوي، خو د کابل ښار اوسېدونکي وايي چې کرایې يې لوړې دي او خلک يې د ورکولو توان نه لري.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *