Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د ځینو دولتي پوهنتونونو د محصلانو شکایت: لا هم زموږ پر مخ د پوهنتون دروازې تړلې دي

د یو شمېر دولتي پوهنتونونو ځیني محصلان وايي، لا یې هم پر مخ د پوهنتون دروازې تړلې دي.


دوی په دې اړه اندېښنه ښيي او زیاتوي، اوس‌مهال په یوه بې‌برخلیکه حالت کې دي.


یو له دوی ۲۲ کلن مسعود شریفي نابینا او د کاپیسا ولایت اوسېدونکی دی.


دی وايي، له ډېرو ستونزو سره سره وتوانېد د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي ته بریالی شي.


د ده په خبره، اوس د خپل راتلونکي په اړه اندېښمن دی او له ازادي راډیو سره په خبرو کې اوسنی وضعیت او د پوهنتونونو تړلي پاتې کېدل د ځوانانو لپاره له مرګ سره پرتله کوي او وایي، ټولې هیلې یې له خاورو سره خاورې شوي.


دی زیاتوي: "دا چې پوهنتونونه تړلي دي او محصلین پوهنتون ته نه‌شي تللی، دا یوه لویه ستونزه ده او کېدای شي په یوه سرخوږي بدل شي. زموږ ډېری با استعداده ځوانان چې پرې د ولس پانګه مصرف شوه، اوس‌یې د زده‌کړو لړۍ له‌منځه ځي. دوه کاله کېږي چې موږ نه‌شو کولای په سمه توګه خپلو درسونو ته رسېدنه وکړو. که د یوې ټولنې ځوانان پرمختګ ونه‌کړي، نو هغه ټولنه به هم هېڅ وخت د پرمختګ مخ ونه‌ویني."




ستاره دریا د اسلامي تمدن له فرهنګي مرکز غزني ولایت څخه ده او د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د ټولنپوهنې پوهنځي د درېیم کال محصله ده.


۲۲ کلنې ستارې ازادي راډیو ته وویل، د نظام سقوط او د ښځو او نجونو ګوښه کېدل، په ځانګړي ډول د تعلیم او تحصیل په برخه کې دا ځوروي.


دریا وايي: "د نظام سقوط موږ په کور کېنولي یو. زه پخوا تل دباندې او په فرهنګي مجلسونو کې وم، په غوڼډو او سازمانونو کې مې ګډون کاوه، خو اوس نا څرګند راتلونکی موږ ګواښي."


یاد محصلین د طالبانو له حکومته غواړي چې دوی ته د زده‌کړو زمینه برابره کړي.


په ورته وخت کې د پوهنتونونو ځیني استادان د بودجې کموالی، د ښوونځیو د تعلیمي نصاب او پوهنتونونو په تحصیلي نصاب کې بدلونونه، د استادانو د شمېر کموالی او د خلکو له راغونډېدو څخه د طالبانو وېره هغه لاملونه بولي چې له امله‌یې پوهنتونونه تړلي پاتې دي.


ضیاء الاسلام شېراني یو له دغو استادانو دی، نوموړي ازادي راډیو ته وویل: "مالي لګښتونه یوه ستونزه ده او که موږ د لیلیې لګښت په پام کې ونیسو، نو یوازې د کابل پوهنتون په لیلیه کې څلور زره نجونې او هلکان اوسېږي او که د هر یوه لګښت د ورځې ۱۰۰ افغانۍ حساب کړو، څلور لکه افغانیو ته رسېږي. بل دا چې په پوهنځیو کې د استادانو شمېر کم شوی دی."


په ورته وخت کې، یو شمېر افغان مېرمنو د کتابونو د مطالعې کمپاین پیل کړ.


'خیابان، اعتراض و قدرت' دا د هغه کتاب نوم دی چې یو شمېر افغان معترضو ښځو یې د مطالعې لپاره کمپاین پیل کړی.


دوی چې له څو ورځو راهیسې یې په کابل کې د افغان نجونو او ښځو د تعلیم او له کوره بهر د دندو د بې برخې ګرځولو له امله د طالبانو پر وړاندې اعتراضونه کول اوس وايي، غواړي د دې کمپاین په ترڅ کې له ښوونځیو، پوهنتونونو او کار او بار نه بې برخې نجونو او ښځو ته د کتاب لوستلو فرصت برابر او دوی بوختې وساتي.


دا کتاب رامین کمانګر او شهیر سیرت لیکلی دی، د دواړو لیکوالو وړاندیز مدني ټولنې ته دی چې د دولت د بې‌عدالتیو په وړاندې د مدني اعتراضونو وړاندیز کوي.


داسې راپورونه هم شته چې طالبان د بودجې د کموالي له امله د دولتي پوهنتونونو د خلاصولو توان نه‌لري.


خو د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي د دې راپورونو په ردولو سره ازادي راډیو ته وویل، د دولتي پوهنتونونو د خلاصولو لپاره یو لړ پروګرامونه په پام کې دي چې ډېر ژر به پلي شي.




ښاغلی کریمي وايي: "نه، موږ دا نه‌منو او موږ د دې کار لپاره منظم پروګرام لرو، کله چې دا پروګرام بشپړ شو، نو د زده‌کړو لړۍ به هم پیل شي او دوام به لري. د تعلیم او تحصیل په برخه کې زموږ هڅې روانې دي."


د طالبانو حکومت د مالیې وزارت چارواکو ازادي راډیو ته ویلي چې د پوهنې او لوړو زده‌کړو وزارتونو د کارکوونکو د اسد میاشتې تنخواګانې یې ورکړي او د سنبلې او میزان میاشتو به هم ورکړي.


د یادونې ده چې د طالبانو حکومت له پیل راهیسې دولتي پوهنتونونه تړلي پاتې دي او محصلین‌یې بې‌برخلیکه دی، دا چې یاد پوهنتونونه به څه وخت پرانیستل کېږي، د طالبانو د حکومت اړوند مسؤلین په دې اړه څه نه‌وایي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *